اپریل 12, 2021

د هند کرکټ لوبډله د جدول لومړي مقام نیولو په هڅه کې

Advertisements

 
د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزه لوبو په لړ کې د انګلستان کرکټ لوبډله د جدول سر ته وړې ده او د دغې لوبډلې دا حق و، چې د جدول سر ونیسي؛ ځکه دې لوبډلې افریقا ته په درې شل اوریزو لوبو کې سترې ماتې ورکړې او د افریقا لوبډله یې وایټ واش کړه.
درې واړه شل اوریزې لوبې انګلستان په سترو توپیرونو وګټلې او همدا علت و، چې د اسټرالیا کرکټ لوبډله یې له لومړي مقام څخه دویم مقام ته وغورځوله.

د هندوستان لوبډله د لومړي مقام نیولو په درشل کې

د هندوستان کرکټ لوبدلې په دوو شل اوریزو لوبو کې د اسټرالیا لوبډله پرله پسې ماته کړه او د درې شل اوریزو لوب لړۍ یې دوه د صفر پر وړاندې مخته وړې ده.
په یوه لوبه کې یوز وېندرا چهل او بله لوبه کې هارډېک پانډیا د لوبې غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.
د اسټرالیا کرکټ لوبډله هسې هم له لومړي مقام دویم ته ولوېده، بل پلو د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ نومرو کې یواځې یو عدد فرق دی، د اسټرالیا کرکټ لوبډله ۲۷۰ نومرې لري او د هندوستان کرکټ لوبډله ۲۶۹ نومرې لري.

خو د هندوستان هغه نومرې تر اوسه نه دي جمع شوي، چې له اسټرالیا څخه یې لومړۍ لوبه ګټلې ده.
دواړه لوبډلې درېیمه شل اوریزه لوبه سبا سه شنبه ترسره کوي، کله چې دا لوبه پای ته ورسېږي، نو د کرکټ نړیواله شورا به یو ځل بیا د شل اوریزو لوبو درجه بندي وکړي او په دې سره به د هندوستان لوبډله تر لومړي مقام یا هم تر دویم مقام ته ورسېږي.
خو که درېیمه لوبه هندوستان په لوړ توپیر وګټي، لومړي مقام ته تللی شي.
د هندوستان او انګلستان ترمنځ ۶ نومرې توپیر دی.

د نیوزیلېنډ او ویسټ انډیز د سیریز اغېز

بل پلو نیوزیلېنډ ویسټ انډیز ته په درې شل اوریزو لوبو کې دوه د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.ی
وه لوبه باران لغوه کړه.
د دې لوبو په بري سره د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډله کولای شي، چې د نومرو په جدول کې له شپږم مقام څخه پنځم او یا هم څلورم ته ولاړ شي.
اوس ویسټ انډیز په شل اوریزو لوبو کې لسم ځای کې دی او افغانستان نهم مقام لري.
افغانستان ۲۲۸ نومرې لري او ویسټ انډیز ټولې ۲۲۶ نومرې خپلې کړي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي