مارچ 5, 2021

په نړیوال جام کې د هندوستان د بریاوو راز

Advertisements

هندوستان یوازینۍ لوبډله ده چې تر دې دمه په روان ۲۰۱۹ نړیوال کرکټ جام کې ۶ لوبې کړي او هیڅ ماته یې پکې نه ده خوړلې.
دې لوبډلې ۵ لوبې ګټلي او یوه لوبه یې د اورښت له کبله نیوزیلېنډ سره مساوي شوې.
د دې لوبډلې نومرې په جدول کې ۱۱ شوې او اسټرالیا پسې یې دوهم ځای ونیو.
د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۷ مه نېټه یې د نړیوال جام په ۳۳ مه لوبه کې ویسټ انډیزته په ۱۲۵ منډو ماته ورکړه.
د هندوستان لوبډله د لوبغاړو ترمنځ ښه همغږي او تجربې لري؛ نو ځکه په ډګرونو کې بریالي کېږي.
لومړی د توپ وهونکو ښه ملګرتیا، د دوی دوه یا درې لوبغاړي په توپ وهنه او دوه لوبغاړي یې خامخا په توپ اچونه کې بریالي کېږي او همدا علت دی، چې لوبې په خورا ښه ډول ګټي.
لومړی د اوپننګ ملګرتیا، شېکر دوان او روهېت شرما بریالی اوپننګ کاوه، د پاکستان او اسټرالیا خلاف د دواړو سلیزو په ډاګه کړه، شېکردوان د اسټرالیا او روهېت شرما د پاکستان خلاف سلیزې ثبت کړې.
روهېت شرما د افریقا خلاف ۱۲۲ منډې او د اسټرلیا خلاف یې ۵۷ منډې وکړې.

کله چې شېکردوان ژوبل شو، نو اوپننګ کې لوکېش راهول خورا مثبت دی.
که له اوپننګ لوبه کاواکه شي بیا نو ذمه وار ویرات کولي شته، هغه خورا زبردسته لوبه په ون ډاون کې نندارې ته وړاندې کوي.
د افغانستان خلاف یې ۶۷ منډې، د ویسټ انډیز خلاف یې ۷۲ منډې، د اسټرالیا خلاف یې ۸۲ منډې، د پاکستان خلاف یې ۷۷ منډې وکړې.
له ویرات کولي وروسته کېدرجداف خورا ښکلې لوبه کوي د افغانستان خلاف یې لوبډله د کولي په مرسته له ستونزو راوښکله او ۵۲ منډې پکې کېدرجداف وکړې.
په منځنۍ برخه کې چې هېټېنګ، فېنېشېنګ یا په بریا پای ته اړتیا وي؛ بیا نو ډوني او هارډېک پانډیا لري.
د ویسټ انډیز خلاف لوبه کې د هندوستان حالت د کولي له اوټ څخه وروسته پوره خراب وو؛ خوکله چې ډوني راغی په ۵۶ منډو ناټ اوټ ووت په وروستي اوور کې یې په شېلډن کاټریل دوه سترې شپږیزې ووهلې.
هارډېک پانډیا چې د ډوني په څېر خطرناک هیټر دی، له ډوني سره په منځنۍ برخه کې ۴۶ چټکې منډې په ۳۸ توپونو ورعلاوه کړې.
دا هغه څه و چې هندوستان یې د ویسټ انډیز خلاف خورا محکم کړ.
کله چې ډوني او پانډیا په منځنۍ برخه کې خورا مناسبه لوبه وکړه؛ نو ټارګېټ هم تر ۲۶۸ پورې ورسېد.
هندوستان د توپ اچونې په برخه کې هم خورا ښې جوړې لري.
محمدشمي او جسپرېت بومرا په اټېک کې خورا زبردسته بالران دي.
بومرا او شمي د لوبې په وروستیو اورونوکې په توپ اچونه خورا ښه کنټرول لري او په هر اوور کې د څلورو یا پنځه یارکرو او بلاک بالونو وړتیاوې لري.
له دوی دواړو په وروستیو اورونو کې څوک په اسانۍ منډې نه شي پوره کولای.

ورپسې فسټ بالر یې هارډېک پانډیا دی، هغه هم ډېره ښه توپ اچونه کوي او له نورو بالرانو سره په وېکټو اخېستلو کې سیالي کوي.
د سپېن بالېنګ ښایسته جوړه لري، کولډيپ یداف او چهل ډېره ښکلې توپ اچونه کوي او لوبه په ښه شان مخته وړي.
د هندوستان په لوبډله کې ښه سيټ آپ، همغږي، پلان او مناسبه لوبه کول هغه څه دي، چې دې لوبډلې ته یې په نړیوال جام کې د ځلېدو چانس ورکړی.