افغانستان کلتور او هنر نړۍ

هند کې په خوښه جنسي اړیکې قانوني جواز لري؛ خو ولې ځينې افغانان نیول کیږي؟

لیکنه: یونس تسکین
اعلان

هندوستان کې تر ۵ میلونه ډیرې ښځې د خپل جسم پلورلو له لارې پیسې ګټي او د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابروي.

که څه هم جسم پلورل (سیکس) په هندوستان کې یو پخوانی روزګار دی، خو اوس هم یو سپک او له شرم څخه ډک عمل بلل کیږي.

د هندوستان د اساسي قانون د ۱۹ مادې (g) فقرې له مخې د هندوستان وګړي ازاد دي، چې د خپل ذوق له مخې مسلک او کار وټاکي. فحشا (جسم پلورل) هم د یو مسلک په توګه ازاد کار دی؛ خو دا کاروبار د هندوستان د کار تر قانون او اصولو لاندې نه راځي.

هندوستان کې د فحشا یا پراسټیټوشن لپاره دوه جلا مقررې په ۱۹۵۶ او ۱۹۸۶ کال کې وضع شوي، چې د سیکس کاروبار ساحه يې تنګه کړې او په وړاندې يې قانوني خنډونه جوړ کړي. ددې مقرورو په اساس، فاحشه خانې باید له عامه ځایونو لرې او سیکس باید د خلکو له نظره په پناه ځایونو کې وشي. معمولا دا ځایونه باید له عامه پارکونو، پوهنتونونو، روغتونونو او هوټلونو څخه کم تر که ۲۰۰ متره لرې او پناه وي. په هوټلونو کې د فاحشه خانو جوړول جرم دی.

له دې سربیره، هغه نجونې چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو کم وي د جسم پلورولو ازاد کاروبار نشي کولای. که کوم مشتري تر ۱۸ کلنې جینې کم عمرې سره سیکس وکړي، مشتري له ۷ کلو نیولې تر عمري بند او یو لک هندي روپيو جریمه کیږي.

هندوستان کې د فاحشو میرمنو یو شکایت دا هم دی، چې د یو واضح قانون د نشتون له امله پولیس دوی تنګوي؛ ددوې د کاروبار په وړاندې ستونزې جوړوي او کله کله دوې بندي کوي.

جنسي تیری او رضا جنسي اړیکي
په هندوستان کې جنسی تیری یا rape جرم دی. کله چې جینۍ مجبوره یا دوکه شي، او یا هم بیهوشه وي او د نارینه سره جنسي اړیکي ونیسي، دا ریپ یا جنسي تیری دی. عاملین يې له ۷ کاله واخله تر عمري بند سزا پورې محکومیږي.

کله چې یوه ښځه په خپله خوښه وغواړي، چې د کوم چا سره جنسي اړیکه ټینګه کړي، قانوني جواز لري او هیڅوک يې مخه نشي نیولای. د هندوستان د سترې محکمې په یوه تازه او بیسارې پریکړه کې، چې تیر سیپټمبر وشوه، ان واده شوې ښځې هم په خپل رضایت له نورو نارینو سره جنسي اړیکي ټینګولای شي. میړه يې د هیڅ ډول شکایت حق نلري، بلکې طلاق غوښتلی شي.

ولې ځینې افغانان بیا د پولیسو له لورې نیول کیږي؟!
تر هر څه وړاندې خو افغانانو ته نه ښايي، چې یو ناروا او سپک عمل ته لاس واچوي. خو یوه پوښتنه دا هم ده، چې ولې ډیر کله افغانان د هندي پولیسو له لورې د نامشروع جنسي اړیکو په جرم سپکیږي.
دې انديښنې ته بېلابېل دلایل تراشلی شو:
لومړی، هندوان پوهیږي، چې په اسلام کې نامشروع جنسي اړیکي ناروا عمل دی. دوې په دې هم پوهیږي، چې د افغانستان په کلتور او فرهنګ کې هم دا یو سپکوونکی کار دی. نو پولیس ډیر کله د څو پیسو لپاره افغانان ازاروي او له خوږې ګوتې يې نیسي.

دوهم، افغانان په هندي اصولو او قوانینو بلد نه دي. دوی ډیر کله د خپلې جنسي غریضي د مړولو لپاره ناسم ځای او ناسمې نجونې انتخابوي.

دریم، په هندوستان کې د افغانستان سفارت د نړۍ د نورو هیوادونو د سفارتونو په نسبت ډیر نفوذ او اغیز نلري. افغان سفارت ډیر کله په هندوستان کې د خپلو میشتو اتباعو د حقونو دفاع په وخت او سم شکل نه کوي. د هند عوام او پولیس اکثره د افغانانو سره توپیري چلند کوي.

څلورم، د افغانانو سرزوري هم کله افغانانو ته تاوان کوي.

د هوډمن او ارین قضیه:
هوډمن او ارین دواړه د افغانستان مهم او بااستعداده شخصیتونه دي. بې له شکه، چې ددوی په وړاندې دا یوه توطیه وه، او پلانوونکي يې بریالي شول.
خو یو ټکی چې باید واضح شي، هغه دا چې پولیس د جنسي اړیکو په تور ددوی د نیولو او بندي کولو حق نلري. دوی يې د ښځو د قاچاق په تور نیولي، چې اصلا حقیقت نلري. که نجوني اقرار وکړي، چې دوی په خپل رضایت دوی سره د شپې تیرولو لپاره راغلي، پولیس ددوی د بندي کولو هیڅ حق نلري، بلکې پولیس ددوی د سپکولو په تړاو پړه دي.

یادونه: دا لیکنه د نامشروع جنسي اړیکو په اسلامي اړخ نه راڅرخي، ځکه واضح ده، چې په اسلام کې هر ډول نامشروع جنسي اړیکې او فحشا حرامه او کبیره ګناه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین