د کرونا وېروس په مثبتو پيښو کې هندوستان نړيوال ريکارډ جوړ کړ.

خبريال: مدثر دعوت
هندوستان کې په يوه ورځ تر بل هر هيواد ډېري د کرونا وېروس پيښي ثبت سوې.
هندوستان کې نن د کرونا وېروس ۷۸۷۶۱ مثبتي پيښې ثبت سوې چې په نړيواله کچه يې ريکارډ جوړ کړ.
د جولای په ۱۶مه نېټه په امريکا متحده ايالاتو کې ۷۷۲۹۹ مثبتي پيښې ثبت سوي وې چې دا ريکارډ نن هند کې مات سو.
هند د نړۍ دويم ډېر نفوس لرونکی هيواد دی چې د کرونا وېروس ۳.۵۴ ميليونه مثبتي پيښې پکښې ثبت سوي دي،چې تر امريکا متحده ايالاتو او برازيل وروسته دريم ځای لري.
پدې هيواد کې د کرونا وېروس له کبله ۶۳۶۹۰ کسان مړه سويدي،چې يوازې نن ۹۴۸ کسان پکښې مړه سويدي.
د هندوستان تر ټولو بډایه او خورا ښايسته ايالت مهاراشترا کې ۳۳۱ مړه سويدي چې د ټولو ايالتونو په پرتله لوړ شمېر دی،ورپسې په جنوبي ايالت کرناټکا کې ۱۳۶ کسان مړه سويدي.
د پيښو د ډېرېدو سره سره لومړي وزير د اقتصاد د عادي حالت د راتلو لپاره په قرنطين کې نرمښت راويستی،چې تر دې وړاندي يې ددې هيواد پر ۱.۳ بيليونه نفوس سخت بنديزونه لګولي وه.
سېنماوي، د لامبو حوضونه، او تفريحي ځایونو ته لاهم د فعاليت اجازه نده ورکول سوې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.