پاکستان ته د هند بل ګوزار؛ هندي ټیم ویلي، د اسیا ایمرجینګ سیالۍ په پاکستان کې نه منو !

پاکستاني کرکټ بورډ د اسیا ایمرجېنګ جام سیالیوته چمتو والی ښودلی دی؛ خو هندوستان وایي مونږ پآکستان کې لوبې نه کوو او سریلانکا یې د لوبو لپاره ټاکلې ده.
که څه هم د پاکستان کرکټ بورډ د ایمرجېنګ جام سیالیو لوبډلو ته د امنیتي وضعیت په اړه کلک ډاډ ورکړی؛ خو هندوستان وایي، چې دوی پاکستان کې د امنیتي ستونزو له امله لوبې نه کوي.
د پاکستان او هندوستان ترمنځ کړکېچنو سیاسي اړیکو د دواړو هېوادونو په کرکټ هم سیوری غوړولی دی.

د دغو کړکېچنو اړیکو ښکاره بېلګه اوس د هندوستان او پاکستان کرکټ لوبډلو کې څرګندېږي، پاکستان غواړي، چې اسیا ایمرجېنګ جام سیالیو لپاره کوربتوب وکړي؛ خو هندوستان وایي دوی هیڅ چمتو نه دي چې پاکستان کې لوبې وکړي، بلکې دوی به خپلې لوبې په سریلانکا هېواد کې ترسره کړي.
د اسیا اېمرجېنګ جام سیالیو لوبډلې او هېوادونه:

اسیا اېمرجېنګ جام سیالۍ د ډېسمبر په دوهمه نېټه په سریلانکا کې پېلېدې؛ خو اوس داسې ویل کېږي، چې دا سیالۍ به په پاکستان کې هم ترسره کېږي. او هندوستان بیا په پاکستان کې له لوبېدلو څخه پوره انکار کړی دی.
اېمر جېنګ جام سیالیوکې د افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلانکا، بنګله دېش، عربي متحده اماراتو، هانکانګ او عمان لوبډلې ګډون لري.
الف ګروپ کې شاملې لوبډلې:
افغانستان، هندوستان، سریلانکا او عمان په الف ګروپ یا ای ګروپ کې لوبېږي، افغان لوبډله لومړۍ لوبه له هندوستان سره د ډېسمبر په ۷ مه نېټه لري، دوهمه لوبه د ډېسمبر په ۸ مه نېټه له سریلانکا سره او دریمه لوبه د ډېسمبر په ۱۰ مه نېټه له عمان سره کوي.
په ب ګروپ کې شاملې لوبډلې:
پاکستان، بنګله دېش، عربي متحده امارات او هانکانګ ب ګروپ کې لوبېږي.
هندوستان به ټولې لوبې په سریلانکا کې کوي او د پاکستان اړوند ګروپ لوبې په قوي احتمال پاکستان کې کېدونکې دي. د پاکستان کراچۍ ښار د دغو لوبو لپاره ټاکل شوی دی.
پاکستان کې د اېمرجېنګ جام سیالیو لپاره د امنیتي تدابیرو ډاډ:
د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د ډېسمبر له ۴ مې نېټې د ډېسمبر تر ۱۰ مې نېټې پورې به د لوبو قوي امنیتي تدابیر نیول شوي وي.
کولمبو چې د سریلانکا پلازمېنه ده د لوبو کوربنه ده، چې د ډېسمبر له ۶ مې نېټې د ډېسمبر تر ۱۵ مې نېټې پورې کېږي، چې د افغان لوبډلې لوبې هم پکې شاملې دي.
د هندوستان سره یوځای بنګله دېش هم په پاکستان کې د لوبو کولو پر وړاندې اعتراض کړی دی.
تېر کال د اسیا کرکټ شورا د پاکستان په لاهورښارکې په پاکستان کې د کرکټ د بیا پېلولو لپاره غونډه درلوده، چې هندوستان او بنګله دېش په دغې غونډه کې هیڅ ګډون نه و کړی.
پاکستان کې له ۲۰۰۹ م کال څخه وروسته لوبې بندې شوې، هغه مهال د سریلانکا په لوبغاړو په لاهور ښارکې نامعلومه وسله والو ډزې کړې وې، چې لوبغاړي یې ټپیان کړي وو.
تېرکال د اېمرجېنګ جام سیالیو اتله لوبډله:
د ۲۰۱۷ م کال اسیا اېمرجېنګ جام سیالیو اتلولي سریلانکا ګټلې او پاکستان ته یې په پایلوبه کې په ۵ وېکټو ماته ورکړې وه، دا لوبې په بنګله دېش کې ترسره شوې وې.

هندۍ لوبډلې هغه مهال په ګروپي لوبو له افغانستان څخه په ۲ وېکټو ماته خوړولې وه او نیمه پایلوبې ته له ورتګ څخه پاتې شوې وه.
اېمر جېنګ جام سیالۍ پنځوس اوریزې دي او هر کال د اسیا کرکټ شورا له خوا د ځېنو اسیایي هېوادونو لپاره په لاره اچول کېږي، چې افغان لوبډله هم پکې له ۲۰۱۰ م کال راهیسې لوبېږي.
د پاکستان او هندوستان ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د بریاوو ریکارډ:
پاکستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو په خپلو کې شا او خوا ۱۴۰ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې په دغو لوبوکې ۷۳ پاکستان ګټلي او ۵۸ لوبې هندوستان ګټلي دي او ۹ لوبې لغوه او کېنسل شوي دي.
دوی د ۱۹۷۸ م کال څخه تر ۲۰۱۸ م کال پورې دا سیالۍ ترسره کړي، چې دې لوبلړۍ یا سیریزونه او نړیوالې لوبې هم شاملې دي.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ