سپورټ کرکټ وزش او تمرین

 هند د پاکستان ریکارډ مات کړ؛ خو د افغانستان یې مات نشو کړای

دا چې افغان لوبډلې په ۲۰۱۷ او ۱۸ کلونو کې تر ټولو بریالۍ لوبډله وه او په شل اوریزو لوبو کې یې ډېرې لوبې ګټلې وې.

دې دوو کلونو کې افغانستان له ایرلېنډ، زِمبابوې، سکاټلېنډ، بنګله دېش او ځېنې نورو لوبډلو د شل اوریزو لوبو سیریزونه ترسره کړل، چې افغانستان پکې ۱۲ پر له پسې شل اوریزې لوبې وګټلې.

په دې ډول افغانستان لومړۍ کرکټ لوبډله وه، چې په دغو دوو کلونو کې یې زیاتې لوبې ګټلې وې.

د زیاتو لوبو د ګټلو په صورت کې افغان لوبډله دې برخه کې لومړۍ وه او د جدول په سر کې وه.

دې لوبډلې د زیاتو لوبو ګټلو له امله په شل اوریزو لوبو کې خپل ځای تر اووم مقام رارسولی و.

همدارنګه په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې هم افغانستان ۱۱ پرله پسې شل اوریزې لوبې ګټلې وې او دې برخه کې یې دویم ځای خپل کړی و.

د هندوستان او افغان لوبډلو کیسه

هندوستان په ۲۰۲۰ کې پرله پسې ۹ شل اوریزې لوبې ګټلي دي، که چېري یې له اسټرالیا څخه وروستۍ شل اوریزه لوبه د تېرې سه شنبې په ورځ د ډېسمبر په ۱۸ مه ګټلې وه؛ نو دې لوبډلې به خپله پرله پسې لسمه بریا ثبت کړې وه او دې چارې به هندوستان، افغانستان ته په ریکارډ کې لا ورنږدې کړی و.

خو هندوستان په دې چارې سره د پاکستان نږدې درې کلن ریکارډ مات کړ.

India cricketers and their annual salaries for 2019-20

د پاکستان کرکټ لوبډلې په شل اوریزو لوبو کې ۹ لوبې سر په سر ګټلې وې او د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې یې هم لومړی مقام نیولی و.

اوس د هندوستان کرکټ لوبډلې د پاکستان ریکارډ مات کړ، دې لوبډلې هم ۹ لوبې سر په سر ګټلي دي.

که چیري د هندوستان کرکټ لوبډلې درېیمه شل اوریزه لوبه له اسټرالیا څخه ګټلې وه، نو دې لوبډلې به د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې اسټرالیا درېیم مقام ته وروسته کړې وه او هندوستان به دویم ځای خپل کړی وای؛ خو تېره لوبه یې په ۱۲ منډو وبایلله او له دې سره په درېیم مقام کې پاتې شوه.

هندوستان په ۲۰۲۰ کې نورې شل اوریزې لوبې نه لري او د ۲۰۲۱ کال په اوږدو کې لوبلړۍ لري او که چېري دوه لوبې نورې وګټي، نو د افغانستان له ریکارډ سره به لا نږدې شي.

ځکه هندوستان یوه لوبه بایللې او افغانستان په ۱۲ لوبو کې هیڅ یوه نه وه بایللې.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ