اپریل 19, 2021

سوشانت سينګ ته تر مرګ وروسته د هند ملي جائزه ورکړل سوه

د هند د ملي ايوارډ ۶۷ کلنه ننداره غوره اداکارانو او فلمونو ته په جائزې ورکولو سره ترسره سوه.

ملي جائزه د هندوستان د دولت له لورې يو قوي او معتبره ايوارډ دی چې هرکال په مختلفو ژبو او مختلفو برخو کې هنري اثار تقديروي ، هنديان ورته په خورا درنه سترګه ګوري.

سږکال د ترټولو غوره هندي فلم جائزه د سوشانت سينګ راجپوپ په اداکارۍ چيچوري فلم ته ورکړل سوه.

چيچوري يو بهترين فلم ياد سو ،ددې فلم جوړونکو په يوې مرکه کې ويلي دي چې دا ايوارډ د سوشانت روح ته ډالۍ دی او کورنۍ ته به يې ورتسليم کړي.

سوشانت سينګ راجپوټ په ۲۰۱۹ز کې ځانوژنه وکړه چې تر مسلسلو پلټنو او تحقيقاتو وروسته هم دا په ډاګه نسوه چې سوشانت ولي په دې پراخه نړۍ کې د خپل ژوند کولو لپاره ځای نه ليدی،دده د مرګ په اړه په زرګونو قضيې ثبت سوي او تر ټولو ډېر شکايتونو د ځينو فلمي اداکارانو او ډايريکټرانو په وړاندي ثبت سوي،د سوشانت ملګرې ريا چکرا بورټي هم مخدره موادو ته د تشويق پخاطر په دې قضيه کې ځکه شکېل بلل کېږي،چې محکمې ورته د ۳ مياشتني بند سزا واوروله خو په ضمانت بيرته خوشي سوه.

د چيچوري فلم له امله سوشانت هغه وخت سخت خواشنی او مايوسه سو چې د فلمفير جائزه ورنکړل سوه .

چيچوري فلم په ۲۰۱۹ز د سپټمبر په شپږمه ريلېز سو.

د هند ملي جائزه منوج باجپای ته د بهونسلې فلم په خاطر،کنګنا راناوت ته د مني کارنيا او دنوش ته د اسوران فلم په خاطر ورکړل سوه.

کنګنا دوه ځلې نور هم د فشن او قوين تنو ويدز منو ۲ فلمونو کې د ښې اداکارۍ پخاطر ملي جائزې ګټلي دي.

ملي ايوارډ د ۱۹۵۴ز د اکتوبر مياشتې د لسمې نېټې څخه بيا تر اوسه هرکال د هندي سېنما په مختلفو برخو کې د ښې کارګردګۍ په پايله کې ورکول کېږي.