سپورټ نړیوال کرکټ

مسلمان بالر په جېپور ښارکې کرکټ اکاډمي پرانېسته

عرفان پټان چې ۳۴ کاله عمر لري او د یوسف پټان ورور دی، اصل د هندوستان د ګوجرات ایالت اوسېدونکی دی، هغه د هند لپاره له کرکټ سره مخه ښه کړې ده او غواړي چې په مسلکي کرکټ اکاډمیو سره په هند کې مسلکي کرکټ لا پیاوړی کړي او معیاري اکاډمیانې جوړې کړي، تر دې دمه یې په ډیلي، نوېډا، رنچي، لودیانا، کوټا، پټنا، بنګلور، راجکوټ، مېن پوري، موربي، اکولا، پورټ بلېئر او لوناواډا سیموکې کرکټ اکاډمیانې پرانېستي دي او اوس یې د خپل ګاونډي ایالت راجستان په جېپور ښارکې د سي ای پي یا کرکټ اکېډمي اف پټان یې پرانېسته، نوموړي دا اکاډمي د شنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۸ مه نېټه په داسې حال کې پرانېسته، چې ډېری ماشومان او د کرکټ تنکي ځوان مینوال یې ترڅنګ ولاړ وو.

په دې اکاډمي به ۲ اعشاریه ۵ کروړه هندي کلدارې لګښت وشي، په دې تمریني کرکټ ځای کې به د ګوجرات، اوتار پردېش، پنجاب، ماراشترا، اوتراکند او اندرا پردېش په کچه ځوانان د کرکت مسلک زده کړي.

images.jpg

د عرفان پټان بل مشر ورور او د هندۍ لوبډلې الراونډر یوسف پټان په شریکه له درې کلونو راهیسې د معیاري کرکټ اکاډمیو په جوړولو لګیا دي او غواړي چې هند کې ډېرې اکاډمیانې په خپلو نومونو جوړې کړي.

دوی ډېر غوره والی د ښوونځیو زده کوونکو ته ورکوي، ترڅو د زده کړو ترڅنګ د کرکټ ورزش هم وکړي.

پټان ورونو تر دې دمه په دغې اکاډمۍ کې ۴۰ زده کوونکي د جذب په موخه لیکلي دي او غواړي چې د ښوونځي د کچې کرکټ پیاوړی او مسلکي کړي، ترڅو چې د پخې کچې کرکټ ته راځي؛ کرکټ به یې پوخ شوی وي.

د پټان اکاډمۍ مشر ویلي چې دوی ډېر وخت له زده کوونکو سره تېروي او هغوی سره ډېر مخ کېږي، د هغوی له والدینو سره ګوري.

دی زیاتوي چې دوی د دې اکاډمۍ په وسیله غواړي تنکي ځوانان کرکټ ته راجذب کړي او هغه کسان چې کرکټ ته له زړه لېواله دي، اخلي یې او روزي یې.

عرفان پټان او شریکان یې وایي غواړي چې راتلونکي کې شل نورې اکاډمیانې هم په مختلفو سیمو کې پرانیزي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی