هند په دویمه پاڼۍ توپ وهنه کې نیوزیلېنډ ته ۹ منډې هدف ورکړ.

هند نیوزیلېنډ ته د جنوري په ۲۴ مه د پینځه شل اوریزو، درې یو ورځنیو او دوو ټېسټ لوبو لپاره سفر کړی دی، شل اوریزې لوبې ټولې هند وګټلې، درې واړه یو ورځنۍ لوبه نیوزیلېنډ وګټلې او لومړۍ ټېسټ لوبه هم د فبروري په ۲۴ مه د نیوزیلېنډ په ستر بري پای ته ورسېده.
د هند ۹ منډې هدف او د نیوزیلېنډ ستر بری
هند او نیوزیلېنډ د فبروري په ۲۱ مه د جمعې پر ورځ لومړۍ ټېسټ لوبه په وېلېنګټن سیمه کې پیل کړه.
هند په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۵ منډې وکړې.
ټېم سوتي او کایل جمېسن څلور، څلور وېکټې ترلاسه کړې.
نیوزیلېنډ په لومړۍ پاڼۍ توب وهنه کې د ټولو وېکټو په نقصان سره د لوبډلمشر کېن ویلیمسن د ۸۹ منډو په مرسته ۳۴۸ منډې وکړې.
اېشنټ شرما ۵ او اشوېن ۳ وېکټې واخیستې.
دویمه پاڼۍ توپ وهنه کې هند د ټولو وېکټو په غورځېدلو سره ۱۹۱ منډې وکړې او نیوزیلېنډ ته یې ۹ منډې هدف ورکړ.
د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې په ملاتړ ټېم سوتي او ټرېنټ بولټ څلور، څلور وېکټې واخیستې.
نیوزیلېنډ دغه هدف په اوپننګ پوره کړ او هند ته یې په ۱۰ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی ټېم سوتي وپېژندل شو.
دا په ټېسټ لوبو کې تر ټولو کم هدف دی، چې یوه لوبډله یې د نیوزیلېنډ پر وړاندې نیوزیلېنډ کې وړاندې کوي.
په ټېسټ لوبو کې نور کم هدفونه

نیوزیلېنډ په ۱۹۵۵م کې انګلستان ته ۲۶ منډې هدف ورکړی و، چې کم هدف بلل کېده.
سویلي افریقا ۱۸۹۶م کې انګلستان ته ۳۰ منډې هدف ورکړی و، ۱۹۹۲م کې سویلي افریقا، انګلستان ته ۳۰ منډې هدف ورکړی و.
په ۱۸۹۹م کې افریقا، انګلستان ته ۳۵ منډې هدف ورکړی و، په ۱۹۳۲م کې اسټرالیا ۳۶ منډې هدف ورکړی و.
ایرلېنډ، انګلستان ته د ۲۰۱۹م کال جولای میاشت کې د انګلستان په لارډز لوبغالي کې ۳۸ منډې هدف ورکړی و.
د دې سربېره ځینو لوبډلو خپل کم هدفونه په دې ډول وړاندې کړي دي.
نیوزیلېنډ ۴۲ منډې، سویلي افریقا ۴۲ منډې، هند ۴۲ منډې، سویلي افریقا ۴۳ منډې، بنګله دېش ۴۳ منډې، اسټرالیا ۴۴ منډې، افریقا ۴۵ منډې، انګلستان ۴۵ منډې، نیوزیلېنډ ۴۵ منډې، انګلستان ۴۶، نیوزیلېنډ، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، اسټرالیا ۴۷ او ۴۷ منډې خپلو حریفانو ته تارګېټونه وړاندې کړي او پاکستان هم په ۲۰۱۳م کې د سویلي افریقا خلاف ۴۹ منډې هدف وړاندې کړی و.
دا هدفونه د نړۍ په کچه ټېسټ کرکټ لوبوکې کم یا ټيټ هدفونه بلل کېدل، خو هندوستان بیا ۹ منډې هدف ورکړی و، چې تر ټولو ټیټ هدف و.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي