مارچ 5, 2021

هند او اسلام؛سږ کال به یې دوه لکه مسلمانان حج ته لاړشي

هند؛ هغه هېواد چې له چین څخه وروسته په نړیواله کچه لوړ نفوس لري.
دا هېواد، چې له نومه د هندوانو هېواد ښکاري د مسلمانانو شمېر هم پکې کم نه دی.
که څه هم پاکستان ددې هېواد خلاف خپلې پټې او ښکاره جګړې ته د مذهبي رنګ ورکولو کوښښ کوي، خو جالبه دا ده چې هند د اسلام له دغه دعوه ګیر هېواد څخه د مسلمانانو ګڼ نفوسه هېواد دی.
دوه لکه حاجیان
د هند د اقلیتي چارو وزارت اعلان کړی، چې سږ کال سعودي عربستان دغه هېواد ته د حاجیانو په سهمیه کې د دوه لکو حج کوونکو سهم منلی دی.
تر دې مخکې دغه سهمیه ۱۷۵ زره تنه وه.
د هند بیزینس استاندارد خپرونې د یاد شوي زارت په حواله ویلي، چې دوی ته له اوتار پرادش، غربي بنگال او بیهار ایالتونو څخه زیاتو خلکو د حج فریضې لپاره مراجعه کړې ده.
پرله پسې زیاتوالی
سعودي عربستان دا درې کاله سر په سر د حج لپاره د هندوستان سهمیه زیاتوي.
تېرکال یاد شوي هېواد ته د حاجیانو سهمیه کې ۵ زره او اوړم کال ۳۵ زره تنه زیاته ونډه ورکړل شوې وه.
سږنی حج
هندي چارواکي وایي سږ کال به ۲ زره او ۳۴۰ تنه ښځینه حج کوونکې له نارینه محرم پرته له دغه هېواد څخه حج ته ولاړې شي.
هلته د حج د نوم لیکنې بهیر، د پیسو تحویلول او اړونده ټولې نورې چارې د انټرنیټ په وسیله ترسره کیږي.
د چارواکو په وینا د دغه سیستم انټرنیټي کیدو د حج په پروسه کې اسانتیاوې زیاتې کړي او لګښتونه یې کم کړي.
د هند مسلمان نفوس
هند د نړۍ د ترټولو دویم لوړ نفوس لرونکی هېواد دی.
څوکاله مخکې د یاد شوي هېواد ټول نفوس نیږدې زر میلیونه تنه اټکل شوی و.
په دغه نفوس کې ۱۷۵ میلیونه شاوخوا د مسلمانانو نفوس اعلان شوی و.
دومره میلیونه خلک د هند د ټول نفوس څه باندې ۱۴ سلنه جوړوي.

د زیمبابې پر وړاندې د افغانستان ماته او د خلګو غبرګونونه

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د دوو ټیسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د زیمبابې څخه په لسو ویکټو سخته ماته وخوړه.   د لومړۍ ټیسټ لوبې بشپړ حال ... نور ولولئ