اپریل 17, 2021

هند د فیلانو لپاره روغتون جوړ کړ

په داسې حال کې، چې د نورې نړۍ یوه د پام وړ برخه انسانان لازمې روغتیایي اسانتیاوې نه لري؛ هند د فیلانو لپاره په روغتون جوړولو بریالی شوی.

د روغتون په اړه
دغه روغتون د یاد شوي هېواد په اوتارپرادیش ایالت کې تر جوړیدو وروسته پرانیستل شوی.
د Economic Times د راپور له مخې دا روغتون په نړیواله کچه د فیلانو لپاره لومړنی جوړ شوی روغتون دی.
سرچینه وایي دغه روغتون د اوتارپردیش ایالت د “فرح” سیمې اړوند په “ماتورا” کې جوړ شوی دی.
د راپور له مخې یاد شوی روغتون د «وائیلد لایف اس او اس» په نوم د یوه نادولتي سازمان لخوا جوړ شوی دی.
ویل شوي، چې دغه روغتون پر نیږدې درې زره شپږ سوه او پنځوس متر مربع ځمکه اباد شوی دی.
پر پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبال
د دغه روغتون په اړه دا هم ویل شوي، چې پر پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبال دی. خو د دې ټېکنالوژۍ په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړل شوي. دا روغتون په هم مهاله توګه د درېیو فیلانو درملنه کولای شي. په روغتون کې څلور وترنر ډاکټران ۲۴ ساعته حاضر وي.

دوی د هغو وحشي فیلانو درملنه کولای شي، چې په ځنګلونو کې ټپونه، نورې پېښې او یا په وجود کې یې د کلسیم کمښت رامنځته شوی وي.
په روغتون کې د ایکسرۍ، سونوګرافۍ او هیدرولیک سیستمونه فعال دي، چې د فیلانو د ناروغیو په ښه تشخیص او درملنه کې رول لرلای شي.
د ژویو نړیوال وضعیت
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د طبعیت اړوند یوې څېړنیزې ادارې په نړۍ کې د ژویو(حیواناتو) وضعیت د اندیښنې وړ وباله.
هغې ادارې د خپلو څېړنو په حواله ویلي و، چې په تېره نېمه پېړۍ کې د نړۍ ۶۰ سلنه حیوانات څه په قصدي ډول او څه دوی ته د نه پاملرنې له کبله له منځه تللي.