د انګلستان پر وړاندې شل اوریزه لوبو ته هند خپله لوبډله اعلان کړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

هند کرکټ بورډ د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې پنځو شل اوریزه سیالیو ته د ویراټ کوهلي په مشرۍ ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

 

د هند اعلان شوې لوبډله

 

ویراټ کوهلي، روهیت شرما، کېل راهول، شکر داوان، شیریاز آیر، سریا کمار یاداو، هارډیک پانډیا، ریشپ پنټ، ایشان کیشان، یوزویندرا چاهال، وارن چکرورتي, اکسر پټېل، واشنګټن سنډر، راهول تیواتي، نتراجان، بنوېشور کمار، ډیپک چاهار، ناودیپ ساین او شردیل ټاکور.

 

 

 

 

د هند او انګلستان شل اوریزه لوبې

 

تر څلورو ټیسټ سیالیو وروسته هند او انګلستان کرکټ ملې لوبډلې له یو بل سره پنځه شل اوریزه لوبې ترسره کوې.

 

لومړۍ شل اوریزه لوبه د مارچ په ۱۲مه نېته.
دویمه شل اوریزه لوبه د مارچ په ۱۴مه نېټه.
درېیمه شل اوریزه لوبه د مارچ په ۱۶مه نېټه.
څلورمه شل اوریزه لوبه د مارچ په ۱۸مه نېټه.
پنځمه شل اوریزه لوبه د مارچ په ۲۰مه نېټه.

 

د هند او انګلستان ټیسټ لوبې

 

دې دوو هیوادونو د څلورو ټیسټ لوبو د لړۍ څخه تر دې دمه دوې لوبې ترسره کړې، چې لومړۍ انګلستان او دویمه بیا هند ګټلې.

 

درېیمه یې د فیبرورۍ په ۲۴مه او څلورمه یې بیا د مارچ په څلورمه پیلیږي.

 

د هند او انګلستان یو ورځنۍ لوبې

 

د شل اوریزه سیالیو تر لړۍ وروسته هند او انګلستان د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي.

 

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د مارچ په ۲۳مه نېټه.
دویمه یو ورځنۍ لوبه د مارچ په ۲۶مه نېټه.
درېیمه یو ورځنۍ لوبه د مارچ په ۲۸مه نېټه.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي