Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د هند معلولینو کرکټ لوبډلې د معلولینو جام اتلولي یوړه

د معلولینو شل اوریز نړیوال جام په انګلستان کې د څلورو اسیایي لوبډلو افغانستان، پاکستان، هندوستان او بنګله دېش په ګډون ترسره شو، پرون د سه شنبې په ورځ د اګسټ په ۱۳ مه نېټه یې پایلوبه د انګلستان او هند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

هندوستان، انګلستان ته ۱۸۰ منډې کړې وې او ۷ وېکټې یې ولوېدې.

انګلستان په شل اورونوکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۴ منډې وکړې او لوبه ترې هند په ۳۶ منډو وګټله.

انګلستان له دې وړاندې په نیمه پایلوبه کې افغانستان ته په لس منډو ماته ورکړه.

بل پلو هندوستان، پاکستان ته په نیمه پایلوبه کې ماته ورکړه او هند پایلوبې ته ورسېد.

افغانستان په دې لوبوکې پاکستان، بنګله دېش او انګلستان ته لومړي پړاو کې ماتې ورکړې او تر نیمه پایلوبې رارسېدلی و؛ خو نیمه پایلوبه کې یې په یوه سخته لوبه کې له انګلستان ماته وخوړه.

د هند لپاره په وروستیو شېبو کې روېندرا سانټی په ۳۵ توپونو ۵۳ منډې وکړې او د پنځلسم اوور په وروستي توپ فاناس په نامه لوبغاړی رن اوټ شو.

وروسته بیا سوګانېش ماهېندرن په ۱۱ توپونو ۳۳ منډې وکړې، چې ۴ شپږیزې پکې شاملې وې، دا هغه توپ وهنه وه، چې د هند معلولینو کرکټ لوبډله یې له ستونزو راوویسته او یو ستر هدف یې انګلستان ته وړاندې کړ.

کوربه انګلستان د هدف په پوره کولو کې ناکام شو او اتلولي یې له لاسه ووتله.

هندۍ لوبډلې په وروستیو ۷ اورونوکې ۹۵ منډې د هارډ هېټېنګ په مرسته جوړې کړې.

افغان معلولینو لوبډلې د لومړي ځل لپاره د شل اوریزو لوبو په نړیوال جام کې ګډون کړی و، چې لومړي پړاو کې ښه وځلېده.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی