هندي کرکټران، چې له واده وروسته یې کرکټ کې پرمختګ وکړ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: محمدصابر حميدي 

د کرکټ په نړۍ کې زیات شمېر کرکټران بېلابېل وختونه پرمختګ کوي او په بېلابېلو وختونو کې په ښه فوم کې راغلې وي.
خو موږ په دې لیکنه کې هغه پنځه هندي کرکټران درپېژنو، چې له واده وروسته یې کرکټ خورا پرمختګ کړی او ښه په فوم کې راغلي.
د یوه لوبغاړي لپاره په ملې لوبډله کې لوبېدل تر ټولو لوی ویاړ دی او هر لوبغاړی باید خپلې وړتیاوې په ملي لوبډله کې وښيي.
اما یو بل څه شته، چې د لوبغاړو د بخت ګرځولو لپاره خورا مهم تمام شوی.
پخپله هندۍ لوبډله کې زیات شمېر لوبغاړي شته، چې له واده کولو وروسته یې کرکټ په بشپړ ډول بدل شوی او خورا په ښه فوم کې راغلي.
یادو لوبغاړو له وخته وخته کرکټ کې خورا سخت کار کړی، خو له واده کولو وروسته ورته کرکټ اسانه شوی او مېرمنې ورته په بخت ګرځېدلې دي.

۱ـ منیش پاڼډې

منیش پانډې په ۲۰۱۵م کې د هند له کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شو او د یادې لوبډلې لپاره یې ۲۶ یو ورځنۍ او ۳۷ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
پانډې په یو ورځنیو لوبو کې ۴۹۲ او شل اوریزه لوبو کې بیا ۷۰۷ منډې جوړې کړې دي.
په یو ورځنیو لوبو کې د هغه د منډو اوسط ۳۵،۱۴ او په شل اوریزه لوبو کې بیا ۴۷،۱۳ دی.
منیش پانډې په یوه ورځنۍ لوبه کې تر ټولو ډېر ۱۰۴ ناسوځېدلې او یوه شل اوریزه لوبه کې بیا ۷۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې دي.
۳۰ کلن پانډې په ۲۰۱۹م کې د اشریتا شیټي په نامه له یوې نجلۍ سره واده وکړ.
تر واده مخکې منیش پانډې زیاتې هڅې وکړې، چې په ملې لوبډله کې په ښه ډول ځای پیداکړي، خو په سم ډول ونه توانېد.
د ۲۰۱۹م د اګسټ میاشتې په ۲مه نېټه چې کله پاڼدې واده وکړ، نو له هغه وروسته یې کرکټ خورا پرمختګ وکړ او په هندۍ لوبډله کې ورته په منظم ډول د لوبېدلو چانس ورکړل شو.
د هند کرکټ ملي لوبډلې په وروستیو ۷ شل اوریزه لوبو کې خورا ښه ولوبېد او پر ټولنیزو رسنیو هغه ته د میسټر ناټ اوټ لقب ورکړل شو.
نو په همدې موخه ویلای شو، چې د هغه کرکټ وروسته له واده کولو خورا پرمختګ وکړ او لا یې هم پرمختګ دوام لري.
79389922_1431675497014918_6493364701863517096_n.jpg

۲ـ کُرنال پانډیا

کرنال پانډیا په ۲۰۱۸م کې له هندۍ کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شو، چې د یادې لوبډلې سره یې تر دې دمه ۱۱ شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
کُرنال پانډیا د ۲۰۱۷م د ډیسمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د پانکوري شرما په نوم یوې نجلۍ سره واده وکړ.
وروسته له هغه چې پانډیا په ۲۰۱۷م کې په وروستۍ میاشت کې واده وکړ، نو دستي په ۲۰۱۸م کې د لومړي ځل لپاره هند کرکټ ملې لوبډلې ته واخیستل شو.
هغه څو شل اوریزه لوبې خورا په ښه ډول د ملې لوبډلې لپاره ترسره کړې.
خو اوس د ملې لوبډلې څخه لرې دی؛ اما کرکټ یې د پخوا په پرتله خورا پرمختګ کړی.
ENQ6zw8UYAAJrPY.jpg

۳ـ روهیت شرما

روهیت شرما د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی.
روهیت شرما د هند لپاره ۳۲ ټیسټ، ۲۲۴ یو ورځنۍ، ۱۰۷ شل اوریزه او ۹۲ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۲۱۴۱ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۹۱۱۵ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۲۷۱۳ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۷۱۱۸ منډې جوړې کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۶ سلیزې او ۱۰ بیا پنځوسیزي، په یو ورځنیو لوبو کې ۲۹ سلیزې او ۴۳ بیا پنځوسیزې، په شل اوریزه لوبو کې ۴ سلیزې او ۲۰ بیا پنځوسیزې او فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۲۳ سلیزې او ۳۰ بیا پنځوسیزې جوړې کړې دي.
روهیت شرما د ټیسټ لوبو په یوه لوبه کې ۲۱۲ منډې، په یوه ورځنۍ لوبه کې ۲۶۴ منډې، په یوه شل اوریزه لوبه کې ۱۱۸ منډې او په یوه فرسټ کلاس لوبه کې ۳۰۹ منډې جوړې کړې دي.
ښاغلي شرما په ۲۰۱۵م کې د رتیکا سجدي سره واده وکړ او اوس ورڅخه یوه لوري لري.
روهیت شرما په ۲۰۰۷م کې د هند کرکټ ملې لوبډلې سره یو ځای شو، خو کرکټ یې په ۲۰۱۵م کې له واده وروسته خورا پرمختګ وکړ.
د روهیت شرما تر ټولو بریالی کال ۲۰۱۹م کال وو، چې د خپل ځان او ملې لوبډلې لپاره ېې په نړیوال جام کې خورا په زړه پوري توپوهنه وکړه او د مقابلو لوبډلو په وړاندې یې څو سلیزې ووهلې.
rohit759.jpg

۴ـ میانګ اګروال

میانګ اګروال په ۲۰۱۸م کې د هند کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شو، چې د یادې لوبډلې لپاره یې تر دې دمه ۲ یو ورځنۍ او ۹ بیا ټیسټ لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۸۷۲ او یو ورځنیو لوبو کې یې بیا ۳۵ منډې کړې دي.
میانګ اګروال د ۲۰۱۸م د جون میاشتې په ۴مه نېټه د اشیتا سوډ په نوم یوې نجلۍ سره واده وکړ.
له هغه وروسته ۲۹ کلن اګروال ډېر ژر په ملې لوبډله کې واخیستل شو او د یاد هیواد لپاره یې په ټيسټ سیالیو کې خورا ښه توپوهنه وکړه.
نو په همدې موخه ویلای شو، چې د میانګ اګروال د کرکټ پرمختګ د هغه له واده وروسته ډېر شوی.
dc-Cover-7o01vtaavkevbk5g1hikl0n903-20190419233251.Medi.jpeg

۵ـ سانجو سمسون

۲۵ کلن سانجو سمسون په ۲۰۱۵م کې د لومړي ځل لپاره په هندۍ کرکټ ملي لوبډله کې واخیستل شو، خو ښه ونه ځلېد او وروسته یادې لوبډلې بیرته د ملې لوبډلې څخه لرې کړ.
سمسون د ۲۰۱۸م ډیسمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه د چارولاتا سمسون په نوم یوې نجلۍ سره واده وکړ.
یاد لوبغاړی تر واده کولو وروسته د آي پي ایل سیالیو په وروستیو دوو پړاونو کې خورا ښه وځلېد او بلاخره یو ځلې بیا ملې لوبډلې ته واخیستل شو.
نو په همدې موخه ویلا شو، چې سانجو سمسون تر واده کولو وروسته په کرکټ کې ښه پرمختګ وکړ.
samson-a_d.jpg