خوندیتوب ژوند بڼه کلتور او هنر کورنی ژوند

میرمن: له میړه ځکه طلاق اخلم چې هیڅ جنګ راسره نه کوي او هر خدمت مې کوي

لیکنه: مهر تاج
چې نه مرې لا به واورې

څه موده وړاندې مې خورلڼې راته د زړه غوټه راوسپړله، تر (یو څوک باید ولرې “لړۍ) یې وویل: د یوه چا له لرلو بهتره ده چې دغسې بې څوک و اوسو.

ځنې ومې پوښتل چې ولې دومره ناهیلې یې؟

ویل یې: دوې خویندې مې کوژدن دي، هره ورځ یې ترمنځ یوه نه یوه موضوع راپورته شوې او شخړې پرې کوي، دلته لاړه شه، هلته مه ځه، داسې وکړه او هاسې مه کوه… د دوی خپلمنځي شخړو او خپګانونو ته چې ګورم، زړه مې له راتلونکي ژوند مات او ناهیلې شم.

ما ورته کړل، ته پر دې خبرو نه پوهېږي، چېرته چې مینه و ګرانښت وي، له هغه ځایه شور پورته کېږي، کوچني موچنې جنګونه او بحثونه کېږي، او چېرته چې په رښتیني معنا ژوند تریخ وي، چوپتیا و خاموشۍ ورزې غوړولې وي، اندېښنې وي.

قناعت یې حاصل او راته یې وویل: ته هم رښتیا وایې، پلانۍ خور مې بیا دغسې ده، هغه تل همدې ته زړه خوري، خپګان و اندېښنه کوي، چې نامزاد یې ولې، ورسره په څه بحث نه کوي، ولې یې د څه کولو نه کولو نه ورته نه وایي دا او داسې نورې خبرې… فکر کوي چې ورته مهمه نه ده او دلچسپي نه ورسره لري.

دا مقدمه مې تر اصلي موضوع، چې په هندوستان کې پېښه شوې، وکړله

د هندوستان په “اتر پردیش” ایالت کې یوې ځوانې مېرمنې په دې تور، چې مېړه ډېره مینه ورکوي او هېڅکله جنګ جګړه نه ورسره کوي، محکمې ته د طلاق غوښتلو لپاره عارضه شوې.

بهرنیو رسنیو په یوه راپور کې ویلي، چې د هندوستان په «اتر پردیش» ایالت کې یوه ځوانه مېرمن له واده څخه ١٨ میاشتې وروسته له خپل مېړه څخه په ډېر عجیب و غریبو دلایلو د طلاق غوښتکې شوې ده.

دغې ځوانې مېرمنې په خپله عاریضه کې لیکي وو:

“مېړه مې تل نازوي، د کور ټول کارونه او صفایي کوي، جامې مینځي، لوښي مینځي او زما پر ټولې تېروتنې په اوبو لاهو کوي، سترکې پرې پټوي او بښنه راته کوي.

تر ټولو لویه تېروتنه یې دا ده، چې زه غواړم جنګ او ژبه ورسره وکړم، خو دی له ماسره هېڅ جنګ و بحث نه کوي، اصلاً د جنګ و شکایت موقع نه راکوي، زه د دغې حالته نوره ستړې شوې یم او غواړم طلاق ځنې واخلم.”

مقابل لوری، چې د نوموړې مېړه و، خورا ارامه او په سړه سینه وایي؛ هیله‌من یم، چې مېرمنه مې خپله عاریضه له محاکمې بېرته واخلي، او له ده سره خپل خوږ ژوند ته ستنه او دوام ورکړي… نوموړي زیاتوي چې له خپلې مېرمنې سره ډېره مینه لري.

د اتراپردیش ایالت محاکمې د نوموړې ځوانې مېرمنې دغه درخواست/ غوښتنه رد کړه او د دې دلایل یې د طلاق لپاره کمزوري وګڼل او دوی يې خوشاله ګډ ژوند ته راوبلل.

تر ټولو جالبه خو دا ده، چې نوموړې ځوانې مېرمنې د محاکمې په رد شوې پریکړې بسنه ونه کړه او یاده عاریضه یې د پنجاب ایالت سترې محاکمې ته ولېږله، خو د پنجابه سترې محکمې یې هم ورته رد ځواب تر لاسه کړه.

څوک یې دیدن پسې ړندېږي

څوک یې له کټه غورځوي، چې خوب راځینه

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ