اپریل 13, 2021

ټېسټ لوبې؛ د هندوستان او اسټرالیا پرتله

Advertisements

په تازه درجه بندۍ کې د هندوستان کرکټ لوبډله درېیم ځای ته رسېدلې او نیوزیلېنډ ترې دویم ځای ونیو.
د اسټرالیا لوبډله په ټېسټ لوبو کې لومړی مقام لري او له هندوستان سره یې په نومرو کې دوه توپیر دی.
د اسټرالیا نومرې ۱۱۶ دي او هندوستان ۱۱۴ دي.
که اسټرالیا د ټېسټ لوبو لړۍ وګټي، نو لومړي مقام کې به لا ځان محکم کړي.
بل پلو د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې چې تازه یې ویسټ انډیز ته په دوه ټېسټ لوبو کې په لوړ توپیر ماتې ورکړې، له څلورم ځای څخه دویم ته راورسېده.
خو که هندوستان د ټېسټ لوبو لړۍ وګټي، لومړي مقام ته ځي او نومرې یې پورته ځي.
بل پلو د نیوزیلېنډ او پاکستان لوبې هم شته، که دوه ټېسټ لوبې نیوزیلېنډ له پاکستان څخه وګټي او اسټرالیا یې هند ته وبایلي، نو نیوزیلېنډ لومړي مقام ته تللی شي.

د اسټرالیا او هندوستان پرتله

د اسټرالیا لوبډله کې ټېم پېن لوبډلمشر ټاکل شوی، جو برنز، مارکس هېرېس، میرنیوس لبوس شېن، سټېف سمېت، ټراوېس هېډ، کېمرن ګرین، پټ کمېنس، مېچل سټارک، نتن لیئن، متیو ویډ، جاش هزل ووډ، موایسس هېنرېکېز، جېمز پټېنسن، مایکل نېسر او مېچل سوېپسن.

هندۍ لوبډله

ویرات کولي لوبډلمشر، رېشاب پنټ، پرېتوي شاو، میانک اګروال، چېټېشور پوجارا، اجینکیا رهانی، هنومار وېهاري، ریوي چندرن اشوېن، محمد شمي، نافدیپ سېني، جسپرېت بومرا، اومېش یداف، کی اېل راهول، شوبمن ګېل، ریوېندرا جدیجا، محمد سراج، ریډيمن ساحا او کولډیپ یداف.
د ټېم پېن ښه بدیل، میانک اګروال دی، د سمېت ښه بدیل ویرات کولي دی، د جو برنز په مقابل کې پرېتوي شاو ښه لوبغاړی دی، میرنیوس لبوس شېن لپاره د هند لوبډله کې بدیل لوبغاړی هنوما وېهاري دی.
د دوی سربېره د هېډ ځواب پوجارا په توپوهنه کې ورکولای شي.
د توپوهونکو برخه کې توازن برابر دی؛ خو د توپ اچونې برخه کې بیا سټارک، هزل ووډ، پټ کمېنس او پټېنسن خورا چټک بالران دي.
خو هندوستان یې په ځواب کې محمد شمي، جسپرېت بومرا، اومېش یداف او نافدیپ سېني، هم چټک بالران لري.
د مېچل سوېپسن او نېسر په بدل کې جدیجا او کولډیپ یداف سپېن بالران شته.
که د لوبډلو پرتلې ته وګورو نو ډېره پورې یې انډول برابر دی.
د اسټرالیا د بریا چانس به ځکه زیات وي، چې د دې لوبډلې خپل هېواد، خپل لوبغالي او خپل ویشتن ځایونه دي، نو د دوی لوبغاړي له کنډېشن سره ښه بلد دي او کولای شي، چې نسبت هند ته ښه ولوبېږي.
بل پلو د هندوستان لوبغاړي په چټکو لوبغالو کې درست نه شي لوبېدلی.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ