هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

هند کې پاکستاني وسلوال د افغانانو په جامه کې د برید پلان لري

هندي چارواکي وايي، پاکستانیان د افغانانو په جامه او جعلي پاسپورټ د”ولسواکۍ په ورځ “ پر جوړیدونکو مراسمو د برید پلان لري.

د هندوستان استخبارتي ادارو په ډهلي کې د ولسواکۍ (جمهوریت) د ورځې په مراسمو د احتمالي برید خبرداری ورکړی.

دوې وايي، چې تروریستان ممکن د افغانستان د خلکو په لباس کې د افغانستان له جعلي پاسپورټونو سره راشي.

د چارواکو په وینا دا احتمالي برید د پاکستان د استخبارتي ادارې یا اې ایس اې لخوا پلان شوی او موخه يې د افغانستان او هند د اړیکو خرابوال دي.

امنیتي سرچینې وايي، د ولسواکۍ د ورځې د امنتیت د خوندیتوب لپاره په ډهلي، راجپوت او یو شمیر نورو سیمو کې، د ډهلي پولیسو سربیره ۶۰ زره پوځیان چې پکې کمانډو هم شامله ده خواره شوي دي.

چارواکي وايي، په فضا کې به هوايي ګزمې هم دوام ولري.

هند کې د ولسواکۍ یا جمهوریت ورځ هر کال د جنوري په ۲۶ مه لمانځل کیږي. په دې مراسمو کې د پوځي فریډ سربیره یو شمیر نور نظامي مراسم هم ترسره کیږي.

دا ځل دغه مراسمو ته د متحده عربي امارتو شهزاده او د وسله وال ځواک مرستیال قومندان، شیخ محمد بن زاید ورغلی دی. لومړی وزیر نریدرا مودي او شهزاده زاید به په حیدراباد کې سره وګوري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */