افغانستان سرسکالو سیاست

ستراتیژیک ملګری؛ افغانستان کې د هند سفیر مخه ښه وکړه

لیکنه: بشر درویش
خبر: بشر درویش

په افغانستان کې د هند د سفیر دنده پای ته ورسیده او مخه ښه یې وکړه.

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني تیر ماښام د افغانستان لپاره د هند سفیر وینې کمار سره د مخه ښې کتنه وکړه.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د هند سفیر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د جمهوررئیس  او افغانستان حکومت د همکاریو مننه وکړه او د پرمختللي افغانستان او ولسواک نظام د ملاتړ لپاره یې د هند هڅې یادې کړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ښاغلي غني له وینې کمار څخه په افغانستان کې د بریالي ماموریت او د افغانستان او هند تر منځ د مناسباتو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د نوموړي د هڅو قدرداني وکړه او وې ویل، په هره برخه کې د هند مرسته له افغانستان سره د دغه هیواد د دوستانه او ژورو اړیکو ښکارندویي کوي.

سرچینې ویلي؛ نوموړي د افغانستان په ټاکنو او د جمهورریت له ارزښتونو څخه د هند د اصولي دریځ د مننې پر مهال، د ثبات، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اتصال په خاطر د دواړو هیوادونو د هڅو یادونه هم وکړه.

وینې کمار له تیرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د هند لوی سفیر و.

باید وویل شي چې هند د افغانستان له نیږدې دوستانو یادیږي چې وخت نا وخت په بیلابیلو برخو کې د مرستو ترڅنګ تل له افغانستان سره د د همکاریو ډاډ ورکوي.

هند افغانستان کې د سلما برښنا بند، د پارلمانۍ ودانۍ، افغان پوځ د جنګي الوتکو ترڅنګ په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي دي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ