له نړۍ نړۍ

د ازادۍ مفهوم په معاصره نړۍ کې

لیکنه: ياران

لیکنه: محمد صمیم زلمی

وړمه ورځ د اماني خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمه کالیزه وه، د تېر په پرتله دا ملي جشن په دې وروستیو کې په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي، چې سلمه کالیزه یې تر نورو کلونو په ډېر متفاوت شکل ونمانځل شوه، که څه هم د کابل وروستۍ خونړۍ پېښې ډېر خلک ودردول، خو له نېکه مرغه دښمن بریالی نشو چې دا ملت مات او د ملي حماسې چیغه یې خپ کړي. په هر حال ملي ارزښتونه او ملي نښې نښانې باید ونمانځل شي او د هغو قدر وشي. مګر اوس هم ځینې خلک د آزادۍ په کلاسیک تعریف باور لري، ځان او وطن ورته اشغال ښکاري او تل حکومت او خلک په دې نقدوي چې ګویا تاسې آزاد او خپلواک نه یاست. دې او دې ته ورته پوښتنو ته په لاندې لیکنه کې ځواب او د معاصرې آزادۍ د تغذیه کولو لارې چارې پېشنهاد شوې دي. په لیکنه کې مې ډېرې خبرې او نظریات د ښاغلي مشتاق رحیم له یو پرزېنټېشن څخه رانقل کړي، کوم چې تېر کال زه د نوموړي د یو پرزېنټېشن ګډونوال وم، اوس غواړم د رحیم صیب د بحث مفهوم او محتوا په دې لیکنه کې له څه زیاتونې سره شریک کړم.

ایا موږ آزاد یو؟

دې پوښتنې ته موږ کله کله مختلف دلایل تراشو؛ کله وایو چې موږ د دې لپاره دا ورځ نمانځو تر څو موږ کې د ۱۹۱۹ انګېزه ژوندۍ وي او د هغې پر مټ موږ یو فکر تغذیه کړو تر څو راتلونکي کې د ازادۍ لپاره کار وکړو.

کله داهم وایو چې هو موږ بلکل ازاد یو؛ ځکه یو شمیر هېوادونه راغلي قانوني مبنی لري مګر څومره دلایل چې ووایو بیا هم په پایله کې دا سوال پاتې کېږي چې ایا موږ ازاد یو که نه؟

په نړۍ کې په آزادۍ یا خودمختارۍ باندې یو بحث شته چې په ماډرن نړۍ کې د خودمختارۍ یا ازادۍ تعریف روښانه کوي.

پخوا به په سیمه یا منطقه کې د تورې په زور، د توپ او تُفنګ په زور یو هېواد خودمختاره و، هر څه به یې چې په کور دننه کې کول، هغه به خپلواک و او چا به چې د هغه د واک مخه نیوله یا یې ورباندې تېری کاوه، نو یاد هېواد به یې په وړاندې جنګېده، یا به یې ماته خوړله او یا به یې مقابل لوری ماتوه. یا به یې د ده خاوره لاندې کوله یا به ده د هغوی خاوره نیوله، چې د تاریخ په اوږدو کې هم دغه ډول پېښې او واقعات تېر شوي دي، لکه انګریزان راغلي نړۍ یې نیولې ده، پرتګالیان راپاڅېدلي، فرانسویان راپاڅېدلي… چې بیا ځینو هېوادونو قهرماني کړې، په مقابل کې یې قربانۍ ورکړي دي او له دې خلکو یې بېرته خپله خپلواکي ګټلې ده او هغوی یې بېرته شړلي دي لکه افغانستان کې چې انګریزانو ماتې وخوړه یا یې هم ورسره جوړجاړی کړی دی، لکه د نیپال غوندې چې ورته یې ویلي دي چې عسکر درکوو خو خاوره راڅخه مه نیسئ، یا د هندوانو غوندې چې خاوره یې ورته ورکړې او داسې جوړجاړی یې ورسره کړی دی چې اډمېنسټرېشن اداره تاسې چلوئ موږ درسره یو، مګر دې کې بیا یو شمېر خلک وو چې ورسره قانع نه وو.

اوس په ماډرن یا عصري نړۍ کې چېرته چې موږ د ګلوبلیزېشن یا نړیوالتوب بحث کوو. کله چې بحث د نړیوالۍ حکومتولۍ شي، چې اوس نړیواله حکومولي مروجه ده، هېوادونه او حکومتونه بشپړ تصامیم ټول په کور دننه نه نیسي، بلکې اړ دي چې نړیوال اصول او مقررات هم په پام کې ونیسي. نو اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې آیا په دې عصر کې اوس هم هغه پخوانی تعریف په خپل ځای پاتې کېږي که نه؟

په ۱۶۴۸ کال کې کله چې په اروپا کې د (وېسټفالیا) تړون وشو هلته د ازادۍ دغه نوي مفهوم یو نوع رنګ ونیو، البته ځانته د اروپا لپاره، چېرته چې فیصله وشوه چې په یو بل به تېری نه کوو، دغه مو سرحدونه دي او معلوم دي، ضرور نده چې ته پر ما راشې او زه پر تا راشم. راځئ په دې باندې فکر وکړو چې څرنګه یو بل سره څنګ په څنګ ګډ ژوند کولای شو، چې له هماغه ځای نه د ازادۍ مفهوم د سیاسي علومو یا نړیوالو اړیکو په ادبیاتو کې د تحرک او تغیر په حالت کې دی چې بیا راځي لومړۍ نړیواله جګړه او له هغې وروسته بالخصوص دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته دغه بحثونه مطرح کېږي. د نړۍ هېوادونه یوه ټولنه جوړوي، (د ملتونو ټولنه). بالاخره هېوادونه په نړیواله کچه باندې دغه د حکومتولۍ یا حکومتدارۍ بحث پورته کوي، ملګري ملتونه منځته راځي، هلته یو چارټر باندې فیصله کېږي چې د هغې په اساس یوه موافقه کېږي چې د هغې په رڼا کې هېوادونه خپل یو څه واکونه داسې ادارې ته ورکوي چې هغه د دغو هېوادونه څخه د باندې دی او د دوی د سرحدونو څخه د باندې دی او هلته ګورو چې موافقه په دې کېږي چې د امنیت شورا وي، چې بعضې مسایلو کې د وېټو حق لري. دا سلسله همداسې روانه ده. په اویامه او اتیایمه لسیزه کې او همدارنګه د ټکنالوجۍ په نوي عصر کې.

اوس دغه د ازادۍ (independence) لغت چې موږ یادوو، دلته په دې مفاهیمو باندې یو شمېر بحثونه شته دي او د دغو بحثونو په رڼا کې موږ او تاسې ضرورت دې ته لرو چې د افغانستان په جغرافیه کې فکر وکړو، چې ایا موږ آزاد یو که نه؟ که آزاد یو؛ په کومو دلایلو سره؟ که نه یو؛ څه شی باید لاسته راوړو، تر څو د معاصرې آزادۍ تعریف په ځان کې بشپړ کړو. اوس د ازادۍ بحث په دې باندې دی چې آزادي (independence) او په بل تکیه کول (dependence) په دوه برخو باندې وېشو.

د آزادۍ معاصر تعریف داسې دی چې آزادي هغه آزادي ده چې ستا څومره په نورو باندې تکیه کمه ده او ته څومره د خلکو له انحصاره خلاص یې او په معاصر تعریف کې آزادي د جغرافیې ګټل نه دي. که د جغرافیې بحث موږ وکړو نو شمالي کوریا یې ښه مثال دی، چې هغوی بشپړه خودمختاري لري، چپه کوي که راسته د چا ورسره کار نشته. مګر ایا هغه په معاصرې نړۍ کې ژوند کوي که نه؟ ایا د دوی ژوند انساني نړۍ ته او خپله د شمالي کوریا اوسېدونکو ته د منلو وړ دی که نه؟ همداسې که موږ ایرانیانو ته وګورو؛ په خپل واک او اختیار باندې دي، که هر ډول قوانین، اصول او مقررات جوړوي؛ خپل واک او اختیار یې دی، څوک ورسره کار نلري. مګر دې ته باید متوجه ووسو چې له انساني نړۍ سره د دوی روابط او په نړیوالې حکومتولۍ کې د دوی اړیکې په کومه کچه کې دي.

نو له دې څخه دا نتیجه اخلو چې په معاصره نړۍ کې موږ او تاسې د دې ضرورت لرو چې د آزادۍ معاصر تعریف پیدا کړو او په هغې باندې اجماع ته په مباحثې باندې زمینه برابره کړو.

نن که موږ په افغانستان کې هر ډول حکومت ولرو؛ دا اوسنۍ ډېموکراسي وي او که بل هر ډول نظام حاکم وي نو په هر حال کې موږ باید له نړۍ سره اړیکې ولرو، ځکه کله چې موږ نړیوالې سوداګرۍ ته را دانګو او د خپل هېواد محصولات (انار، مڼه، انګور، جلغوزه، زعفران، پسته، بادام…) نړیوال مارکېټ کې پلورو، نو موږ باید مخکې له مخکې د نړیوال تجارت سازمان (WTO) غړیتوب ولرو. که چېرې دا غړیتوب ونلرو، موږ نشو کولای په نړیوال بازار کې دغه اجناس وپلورو. کله چې موږ د (WTO) غړیتوب تر لاسه کوو نو باید خپل د سوداګرۍ قوانین له نړیوالو اصولو او مقرراتو سره برابر کړو، کوم معیارونه چې (WTO) جوړ کړي دي. نو کله چې موږ خپل قوانین، مقررات او پروسیجر د یوې نړیوالې ادارې چې د باندې څوک ده او د هغه د واک تابع کېږو او وایو چې د دغې ادارې واک او اصول په ځان منو، نو ایا اوس خپلواک یو که نه؟!

که موږ بېرته د خودمختارۍ او خپلواکۍ تعریف ته وګرځو؛ هغه داسې دی چې په خپله خاوره باندې بشپړ واک درلودل، یوازې او یوازې خپل اصول او قوانین پلي کول، چېرته چې څرنګه یې زړه غواړي هغسې وکړي. مګر نن موږ داسې نشو کولای او که چېرې دغه حالت ته ځو نو له نړۍ سره مو اړیکه پرې کېږي او موږ نور له نړۍ سره نشو پاتې کېدلی.

همداسې که ملګري ملتونه مثال ورکړو؛ دا چې د دوی کار او فعالیت ښه دی که بد، اوسنۍ بڼه یې ظالمانه ده که غیر ظالمانه؟! دا جلا بحث دی. خو نن موږ ګورو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کېني په دې هوکړه کوي چې په یو هېواد باندې موږ باید ورشو؛ لکه په عراق، افغانستان، سوریه او نورو… باندې چې ورغلل او ځانته یې قانوني اساس او مبنی هم جوړه کړه، ځینې معقول او منل شوي دلایل او د یرغل د ننوتلو د مشروعیت علتونه یې بیان کړل، یعنې د ځان لپاره یې قانوني مبنی او اساس جوړ کړ. دا چې د دوی دغه مبنی څومره قانوني ده، دا جلا بحث دی، خو اوس د یو هېواد لپاره چې دغه خلک ورننوتي، دغه قانوني مبنی دوه حالته لري: یو دا چې د ملګرو ملتونو له غړیتوب څخه به وځي او د دوی کړنه به په کلکه غندي او وایي به چې نور درسره نه یم او دې کار ته سقوط ورکوي او کیسه یې ورختموي، یعنې شمالي کوریا ځان څخه جوړوي-حتا شمالي کوریا هم اوس په بشپړه توګه ترې نشي وتلی- او دا به زغمي چې له معاصرې نړۍ نه ځان قطع او د کلاسیکې آزادۍ خواته لاړ شي. دویم حالت دا دی چې موږ هغوی ومنو، وروسته بیا ځان کې تغیر راولو، په نورو اتکا راکمه کړو.

په دې باندې باید معترف ووسو چې اوس دلته تر ډېره د هغې کلاسیکې آزادۍ بحث نشته دی، چېرته چې موږ بشپړه خودمختاري غواړو. بلکې دلته اوس بحث په منحصره آزادۍ باندې دی چې موږ څومره خودکفا او په ځان بسیا یو، هغه که په هره برخه کې وي. یعنې بحث پر دې دی چې د نورو مرستو ته ناست نه اوسو، د نورو هېوادونو سره څه ډول معامله وکړو او که بالمثل عمل ورسره کوو. یعنې په دې حالت کې مو باید تکیه په نورو کمه وي. لکه چین یو ښه مثال کېدلی شي. چین په ډېرو مسایلو کې له امریکې سره بالمثل عمل کوي، ځکه چین هغه حالت ته رسېدلی چې په امریکې او د نړۍ نورو هېوادونو باندې یې تکیه نلري. مګر برعکس که د ایرانیانو حالت ته وګورو، که دوه ورځې پابندي او بندیزونه ورباندې ولګېږي، نو حالت به یې چېرې ورسېږي؟، تومان به یې نور هم بې ارزښته شي او حتا خلک به پکې له ولږې ومري.

نو د آزادۍ معاصر مفهوم دا دی چې په لومړي قدم کې په نورو تکیه راکمه شي، که هغه په اقتصادي برخه کې وي او یا که په علمي، اجتماعي، صنعتي، سوداګریز، سیاسي، ادبي او یا که نورو برخو کې وي.

نو راځئ چې د ازادۍ بحث په همدې برخو کې وکړو. مثلاً علم چې تولیدېږي، موږ یې په کومه ژبه تولیدوو؟ موږ خپله څومره علم تولیدوو؟ او څومره علم له نورو څخه اخلو؟ نو د علم په برخه کې پکار ده چې د نورو ژبو آثار او علوم خپلې ژبې ته را انتقال کړو، تر څو په نورو باندې تکیه راکمه شي او د علم پر مټ خپل ژوند سوکاله او ارامه کړو.

همداسې که اقتصادي مسایلو ته وګورو؛ څومره موږ خپل تولید لرو؟ که چېرې کلاسیکې آزادۍ ته ورګرځو او خودمختاري اعلان کړو نو دوه ورځې به هم ژوند ونشو کولای او له سخت بحران سره به مخ شو، ځکه زموږ داخلي محصولات او تولیدات زموږ د درېیمې برخې نفوس تشه هم نشي ډکولای. همداسې په سیاسي، اجتماعي، سوداګریزو او نورو برخو کې هم.

اوس دلته یوازې اقتصادي بحث مطرح دی، ځکه نن ورځ نړۍ کې د (dependence) د کمولو او د (independence) د ګټلو لپاره نوې لارې چارې په کار اچول کېږي. اوس څوک په توپ او ټانګ باندې آزادي نه اخلي، اوس خلک آزادي په بریکس باندې اخلي. [پنځه مخ پر ودې هېوادونو (چین، هند، روسیه، برازیل او جنوبي افریقا) د بریکس په نوم ټولنه جوړه کړې او په ګډه باندې کار کوي، تر څو د نورو له اقتصادي ولکې نه ووځي او له دې لارې وکولای شي، چې خپل (dependence) کم او (independence) لاسته راوړي]. همدارنګه یادو هېوادونو د شانګهای ګډ سازمان (SCO) په نوم امنیتي اداره جوړه کړې، تر څو له دې لارې وکولای شي د امنیت شورا، د ملګرو ملتونو او د ناټو په مقابل کې له (dependence) یعنې په دوی باندې له تکیه کولو نه خلاص شي او د (independence) خواته لاړ شي. د دې تر څنګ په اقتصادي برخه کې چینایان لږیا دي د نړیوال بانک معادل بل بانک جوړوي او راتلونکي کې غواړي چې له نړیوال بانک څخه خپله اتکا بیخي ختمه کړي او د (independence) خواته لاړ شي.

په معاصرې نړۍ کې د آزادۍ ګټلو لار داده چې د حکومتولۍ په رڼا کې په نوي توپ او تفنګ باندې فکر وشي، چې په دې لار کې لومړی قدم دا دی چې موږ د خپل کور دننه په نورو باندې خپله تکیه کمه کړو او دا آزادي وګټو. یوازې خاوره کفایت نکوي. کله مو چې دا آزادي وګټله نو له هغې وروسته باید نور خلک په ځان باندې تکیه کړو. لکه پاکستان چې د خپل ګواردر او سیپیک په زور باندې یې چین په ځان تکیه کړی دی، یو څه ورکوي او یو څه ترې اخلي. له همدې امله پاکستان چې هر وخت وغواړي چین ځواب کړي او ورته ووایي چې ځه، لاس دې خلاص؛ ځکه د هغې تکیې په مقابل کې چې په چین یې لري، یو بل څوک یې په خپل ځان تکیه کړی، چې د هغې پر مټ یې خپله یو څه نسبي آزادي ساتلې ده او د همدې نسبي آزادۍ پر مټ له خپل موقف، دریځ او سیاست څخه دفاع کوي.

اوس د بحث پای دا دی چې ایا هماغه کلاسیکه آزادي باندې ژوند امکان لري که نه باید معاصرې آزادۍ باندې فکر وشي؟ هغه آزادي چې زموږ مېړنیو غازیانو چې په سر کې یې غازي امان الله خان و او په زغرده یې انګریزانو ته وویل چې- ځه لاس دې خلاص! او بیا مو ترې آزادي وګټله، هغه وخت یې امکان و، د هغې وخت حالت او شرایط بل ډول و، هېوادونو تر ډېره پر یو بل تکیه نه و، د ګلوبلیزېشن اصل هم نه و. ولې وروسته حالاتو تغیر وکړ، خصوصاً له دویمې نړیوالې جګړې وروسته مطلقه خودمختاري له منځه لاړه، هېوادونه یو بل ته محتاجه شول، د نړیوالتوب اصل رامنځته شو، یوازې په خپل ځان تکیه کول هر هېواد ته ستونزمنه شوه، نوې ټکنالوجۍ هېوادونه مجبور کړل چې نړیوالې اړیکې وپالي، نړیوال اقتصادي بازارونه پرانیزي… نو دا وخت به چې چا د کلاسیکې آزادۍ هڅه وکړه، شدید ګوزارونه به یې خوړل، له بحرانونو سره به مخ کېدل. لکه شهید سردار داووخان چې روسیې ته مېز ووهه چې زه ستا غلام نه یم او یو آزاد هېواد یم، د نوموړي همدې خبرو او خودمختارۍ آن تر شهادته ورسوه او روغ نظام یې چپه شو، ځکه هغه وخت د کلاسیکې آزادۍ تعریف بدل شوی و او هېوادونه مکلف وو چې معاصرې آزادۍ سره خپل ځانونه عیار کړي.

بناءً د بحث نتیجه دا ده چې اوس ضرورت د دې دی چې موږ د آزادۍ په نوي تعریفونو باندې بحث وکړو، د هغې په رڼا کې یوه اجماع پیدا کړو، چې دغه کار او مسوولیت د حکومتونو په کچه اسانچارو ته ضرورت لري. باید په دې اړوند بحثونه رامنځته شي تر څو د هغې په رڼا کې موږ یو جامع تعریف ته ورسېږو، چې ډېرو هېوادونه دغه تعریف پیدا کړی دی او تر ډېره پکې بریالي روان دي. ولې متاسفانه موږ تر اوسه پورې فکر ندی کړی چې ایا موږ ضرورت لرو چې معاصر تعریفونو باندې فکر وکړو او که نه د هماغه پخواني تعریف په رڼا کې مخکې ځو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران