د هندوستان کرکټ بورډ له انګلستان غوښتي، چې ټېسټ لوبې د آی‌پي‌اېل لپاره رامخکې کړي

 

د هندوستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د مې په ۲۰ مه له انګلستان کرکټ بورډ څخه غوښتي، چې له دوی سره د پنځه ټېسټ لوبو نېټه یوه اوونۍ رامخکې کړي.

د هندوستان او انګلستان ترمنځ پنځه ټېسټ لوبې د اګسټ په ۴ مه په انګلستان کې پیلیږي او د سپټمبر په ۱۰ مه پای ته رسېږي.

لومړۍ لوبه د اګسټ په څلورمه پیلیږي، په ۸ مه پای ته رسېږي، دویمه ټېسټ لوبه د اګسټ په ۱۲ مه پیلیږي، په ۱۶ مه پای ته رسېږي، درېیمه د اګسټ له ۲۵ مې تر ۲۹ مې دوام کوي، څلورمه لوبه د سپټمبر له ۲ یمې تر ۶ مې دوام کوي او وروستۍ لوبه د سپټمبر په لسمه پیلیږي او تر ۱۴ مې دوام کوي.

اوس هندوستان ویلي چې دا لوبې دې یوه اوونۍ رامخکې شي، ترڅو د آی‌پي‌اېل پاتې لوبو ته د ترسره کېدو موقع برابره شي.

د آی‌پي‌اېل ۲۹ لوبې ترسره شوي دي او پاتې ۳۱ نورې لوبې د کورونا وایروس له امله وځنډول شوې او د هندوستان کرکټ بورډ هڅې پیل کړي دي، چې پاتې لوبو ته زمینه برابره کړي.

خو د اسټرالیا، ویسټ انډیز، انګلستان، سویلي افریقا، نیوزیلېنډ او خپله د هندوستان لوبغاړي په خپلو ملي نړیوالو لوبو کې بوختېږي.

د جون، جولای، اګسټ او سپټمبر میاشتې د ټولو لوبډلو لپاره بوختې دي، ځکه د پاکستان، سویلي افریقا او اسټرالیا لوبډلې ویسټ انډیز ته ځي او هلته به کابو دوه میاشتې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

د نړۍ د مخکښو لوبډلو نږدې ټول لوبغاړي د هندوستان لیګ کې پیرل شوي او دا چې دوی اوس خپلې نړیوالې لوبې لري؛ نو د هند لوبو ته نشي ستنېدلی.

خو د هندوستان کرکټ بورډ ویلي، چې د دوی سوداګریزې لوبې چې ۳۱ سیالۍ یې پاتې دي، ټولې درې اونیو کې پای ته رسېدای شي.

که چېرته د آی‌پي‌اېل لوبې ډېر وخت واخلي بیا نو نړیوال جام هم له ګواښ سره مخ کېدای شي.

که چېرته د آی‌پي‌اېل او نړیوال جام ترمنځ ټکر رامنځته شي، نو د هند سوداګریزې لوبې لغوه کېدای او یا هم نورې ځنډېدای شي.

نړیوال شل اوریز جام د اکټوبر له ۱۵ مې د نومبر تر ۱۴ مې دوام کوي.

 

 




وروستي مطالب