اپریل 21, 2021

د هندوستان او پاکستان د کریکټ لوبغاړو د معاشونو پرتله

د هندوستان کرکټ بورډ د نړۍ په کچه یو بډای کرکټ بورډ دی، چې ۲۹۵میلیونه ډالر لري او دا باید د کال په اوږدو کې له دې اندازې کم هم نشي.

بل پلو د پاکستان کرکټ بورډ ۵۵ میلیونه ډالر لري، چې د هند او پاکستان د کرکټ بورډونو د مالي ځواکمنتیا ترمنځ د ځمکې او اسمان توپیر شتون لري؛ نو له دې معلومېږي، چې د هند د لوبغاړو معاشونه د پاکستاني لوبغاړو په پرتله خورا لوړ دي.

دلته یې راسره په توپیر پوه شئ!

د هند کرکټ بورډ خپل لوبغاړي په څلورو کټګوریو وېشلي دي.

کټګوريA+

دې کټګورۍ کې ویرات کولي، روهېټ شرما او جسپرېت بومرا شامل دي، د دې برخې هر لوبغاړي ته د هندوستان کرکټ بورډ د کال ۷ کروړه هندي روپۍ ورکوي.

کټګوريA

په دې برخه کې ریوي چندرن اشوېن، روېندرا جدیجا، بونېشور کومار، چېټېشور پوجارا، اجېنکیا رهانی، کی اېل راهول، شېکردوان، محمد شمي، اېشنټ شرما، کولډيپ یداف او رېشاب پنټ شامل دي.

دې هر لوبغاړي ته د کال پنځه کروړه هندي کالدارې ورکول کېږي.

کټګوري B

ریډيمن ساحا، اومېش یداف، یوزوېندرا چهل، هارډیک پانډیا او میانک اګروال دې درجه کې دي، چې هر یو د کال درې کروړه هندي کالدارې ترلاسه کوي.

کټګوريC

په دې کټګورۍ کې کیدرجداف، نافدیپ سېني او ډیپک چهر شامل دي او هر یو د کال یو کروړ هندي کالدارې اخلي.

د هندوستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې له ۲۷ لوبغاړو سره نوي قراردادونه وکړل او دې هر لوبغاړي ته کروړونه معاشات ورکول کېږي.

بل پلو د پاکستان کرکټ بورډ په ۲۰۲۰ کې خپلو ۱۸ لوبغاړو سره قرارداد وکړ، چې لس لوبغاړي د هند د لوبغاړو په پرتله کم دي.

د پاکستان د لوبغاړو کټګورۍ او معاشونه

د پاکستان د لوبغاړو درجه بندي د لوبې پر اساس په

شوې ده. A B C

کټګوريA

دې برخه کې بابراعظم، شاهین افریدی او ازهرعلي شامل دي، چې ټولو ته د کال ۱۳ اعشاریه دوه میلیونه پاکستانۍ کالدارې ورکول کېږي، چې هر لوبغاړی د کال ۴ اعشاریه ۴ میلیونه کالدارې ترلاسه کوي.

کټګوريB

شاداب خان، عابد علي، محمد عباس، اسد شفیق، محمد رضوان، شان مسعود، حارث سهیل، سرفراز احمد او یاسرشاه دې کټګوري کې شامل دي او ټولو لوبغاړو ته د کال ۹ میلیونه پاکستانۍ کالدارې ورکول کېږي.

هر لوبغاړی د کال صفر اعشاریه ۹ میلیونه پاکستانۍ کالدارې تر لاسه کوي. چې

کټګوري C

دې برخه کې فخرزمان، امام الحق، افتخار احمد، نسیم شاه، عماد وسیم او عثمان شینواري شامل دي.

دې ټولو لوبغاړو ته د کال ۶ اعشاریه ۶ میلیونه پاکستانۍ کالدارې ورکول کېږي چې هر لوبغاړی د کال یو اعشاریه یو میلیون کالدارې ترلاسه کوي.

نو که وویل شي د پاکستان د درې لوبغاړو معاشونه د هندوستان د یو لوبغاړي له معاش سره برابر نه دي.

یا د پاکستان د الف درجې لوبغاړو د معاشونو څخه د هندوستان د درېیمې درجې د لوبغاړو معاشونه زیات دي.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ