اپریل 20, 2021

هند د انګلستان څخه د ۵ شل اووريزو لوبو لړۍ وګټله

د هندوستان په کوربتوب د انګلستان سره د ۵ شل اووريزو لوبو لړۍ پايته ورسېده.

د شل اووريز سېريز لومړنۍ لوبه انګلستان په اتو ويکټو وګټله،دويمه هندوستان په ۷ ويکټو وګټله،دريمه بيرته انګلستان په ۸ ويکټو وګټله،څلورمه لوبه هندوستان د ۸ منډو په توپير وګټله او وروستۍ شل اووريزه لوبه تېره شپه هندوستان د ۳۶ منډو په توپير وګټله.

انګلستان د لوبې پچه وګټله او هندوستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د هند لپاره داځل ويرات کوهلي او روهيت شرما پاړۍ پيل کړه او ډېره ښه پايله يې ورکړه.

روهيت شرما ۶۴،ويرات کوهلي ۸۰،هارديک پانډيا ۳۹ او سرياکمار ياداو ۳۲ منډي وکړې.

د انګلستان لپاره عادل رشيد او بين سټوکس يوه يوه ويکټه واخيسته.

هندوستان د ۲ ويکټو په زيان ۲۲۵ منډي هدف وټاکی ،انګلستان يې پوره کولو ته عاجزه سو.

د انګلستان پيليز توپوهونکی جېسن رای په صفر د بونيشور کمار له لورې وسوځېدی،بټلر ۵۲ او ډيويډ ملان ۶۸ منډي وکړې .

د هند لپاره شردل ټاکور ۳،بونيشور کمار ۲،هارديک پانډيا او نتراجن يوه يوه ويکټه واخيسته.

انګلستانۍ لوبډلې په پوره ۲۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډي وکړې او لوبه هندوستان د ۳۶ منډو په توپير وګټله.

د لوبې د غوره لوبغاړي جائزه بونيشور کمار ته ورکړل سوه او د سيريز غوره لوبغاړی ويرات کوهلي ونومول سو.

دا لوبې د نړۍ په ترټولو ستر لوبغالې احمداباد کې ترسره سوې.

د هند او انګلستان ترمنځ د ۳ يو ورځنيو لوبو لړۍ لا پاته ده چې لومړنۍ يې د روانې مارچ مياشتي په ۲۳مه د سې شنبې په ورځ پيلېږي.

وروستي مطالب