سپورټ کرکټ مخکښان

ډوني د لوبډلمشر په توګه آی په پي اېل کې د لوبو ګټلو سلیزه ووهله

سپورټ یاران

د آی پي اېل کرکټ لوبو دیارلسم پړاو د چینای سوپرکېنګز او د پروسږ کال اتلې لوبډلې ممبيي انډیئنز ترمنځ ترسره شوه، چې چینای پکې ممبيي ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه.

دا په آی پي اېل کې د لوبډلمشر په توګه د ډوني سلمه بریا وه، چې د چینای لوبډلې لپاره یې ترلاسه کوي.

له ۲۰۰۸ راهیسې ایم ایس ډوني د چینای سوپرکېنګز کرکټ لوبډلې لوبډلمشر دی، هغه درې ځلې د یادې لوبډلې مالکانو ته اتلولۍ ګټلي دي.

۲۰۱۰، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۸ کې د آی پي اېل اتلولۍ چینای خپلې کړي دي.

نوموړي وکولای شول، چې د شنبې په ماخستن د سپټمبر په ۱۹ مه نېټه د سلو لوبو ګټلو سلیزه پوره کړي او د تېر کال اتله لوبډله ممبيي یې ماته کړه.

ډوني په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې ډوني د لوبډلمشر په توګه د چینای لوبډلې لپاره سل لوبې وګټلې.

د ډوني په لوبډلمشرۍ کې د چینای کرکټ لوبډله پنځه ځلې پایلوبه کې ماته شوې ده او اتلولي یې له لاسه وتلې.

۲۰۰۸ کې د راجستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې پایلوبه کې ماته شوه، ۲۰۱۲ کې د کلکتې لوبډلې پر وړاندې ماته شوه، ۲۰۱۳ کې یې ممبيي لوبډلې ته پایلوبه وبایلله، ۲۰۱۵ کې یې هم د ممبيي لوبډلې پر وړاندې اتلولي له لاسه ووتله او لوبه ترې ممبيي وګټله او ۲۰۱۹ کې یې هم له ممبيي لوبډلې ماته وخوړه او اتلولي ممبيي واخېسته.

نورې لوبډلې او له اتلولیو پاتې کېدل

د آی پي اېل په تاریخ کې بنګلور لوبډله درې ځلې پایلوبو کې ماته شوې ده او ویرات کولي نه دی توانېدلی چې اتلولي واخلي.

۲۰۰۹ کې د دیکان چارجرز پر وړاندې ماته شوه، ۲۰۱۱ کې د چینای پر وړاندې ماته شوه او ۲۰۱۶ کال کې بنګلور لوبډله د حېدراباد پر وړاندې له ماتې سره مخ شوه.

۲۰۱۴ کال کې کېنګز ایلیون پنجاب لوبډله پایلوبه کې د کلکتې پر وړاندې ماته شوه او حېدراباد لوبډله په ۲۰۱۸ کې د چینای کرکټ لوبډلې خلاف پایلوبه کې ونه توانېده، چې پایلوبه وګټي او دویم ځل اتلولي واخلي.

سام کرن د ډوني پر وړاندې لوبه کول حیرانوونکې بولي

سام کرن چې د انګلستان چټک کیڼ لاسی توپ اچوونکی دی، چې سږکال له چینای سوپرکېنګز لوبډلې سره لوبېږي.

تېر کال دی له پنجاب لوبډلې سره و او ځان یې د یو غوره لوبغاړي په توګه ثابت کړ.

تېره شپه یې د لوبې دویمه وېکټ هم واخېسته او کوېنټن ډیکاک یې په ۳۳ منډو رخصت کړ.

هغه له لونګي اېنګېډي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د لومړي ځل لپاره د ډوني په شتون کې له چینای سوپرکېنګز  کرکټ لوبډلې سره لوبېږم او دا ډېره حېرانوونکې ده، چې زه د ډوني په مخ کې بېټ پورته کوم او توپ لوبوم.

sam.JPG

119988544_3057847537676278_1491916699461303942_o.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ