افغانستان سرسکالو سوله سیاست

عمران خان، غني ته؛ روان تاوتریخوالی د منلو نه دی، شکونه له منځه وړو

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر وايي، افغانستان او پاکستان باید د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پراختیا پر اساس د یو ستراتېژیک لیدلوري په پیاوړتیا کار وکړي

ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون ماسپښین په ارګ ویلي.

ولسمشر کابل ته د عمران خان له سفره هیله ده وښوده چې دا سفر د راتلونکو سفرونو د پیل او د دواړو هیوادونو د خلکو او ملتونو ترمنځ د مناسباتو د لا زیاتې پراختیا لامل شي.

هغه زیاته کړه:

«افغانستان او پاکستان نه یوازې تاریخي مشترکات لري، بلکې ګډه راتلونکې لري او زموږ راتلونکی لرلید هماغه د سیمه ییز اتصال او همکاریو هیله ده چې زموږ د خلکو د وضعیت ښه والي لپاره مهمه ده او دا بايد زموږ د مناسباتو اساس جوړ کړي.»

نوموړي وویل، دغه سفر، یو تاریخي سفر دی او هیله لرم چې د اقتصادي همکاریو او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د نورو مثبتو هڅو د پیاوړتیا لامل شي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، دغه تاریخي سفر به داسې فرصتونه رامنځته کړي چې پر تېر بریالي شو او باید دواړه هیوادونه هڅه وکړي چې دغه فرصتونه ضایع نشي.

ښاغلي غني د عمران خان د دریځ چې تل یې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام څخه ملاتړ کړی او دا چې پاکستان هڅه کوي ترڅو له موږ سره د سولې پروسه کې همکاري وکړي، مننه وکړه.

نوموړي وویل:

«د دواړو هیوادونو لپاره په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د منلو وړ نه دی او د طالبانو تاوتریخوالی باید پایته ورسېږي او د دې ستونزې د حل یوازینۍ لار، سیاسي تګلاره ده چې باید پرمخ یوړل شي. زموږ او د پاکستان خلک له ترورېزم او بېوزلۍ څخه زیات زیانمن شوي دي او له یو بل سره کولی شو په دې برخه کې بدلون رامنځته کړو.»

سوداګریزه پراختیا

جمهوررئیس غني وویل، دواړه لوري باید د سوداګرۍ پراختیا او د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پر اساس د ستراتېژیک لیدلوري په پیاوړتیا کار وکړي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل:

«موږ باید د سیاسي او اقتصادي پراختیا ستر لیدلوری ولرو او ګواښونو ته په پام، فرصتونه له لاسه ورنکړو، په افغانستان کې سوله او ثبات به د پاکستان د اقتصادي پیاوړتیا لامل شي.»

افغانستان ته راتګ او خوشحالي

په دغه کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر وویل:

«زیات خوشحاله یم افغانستان ته چې له کلونو مې د دغه هیواد د سفر هیله لرله، راغلم. او هیله لرم د وروستیو څو لسيزو تاوتریخوالی چې د افغانستان پر خلکو یې زیات غمونه راوستي، پایته ورسېږي.»

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې سوله او ثبات د دواړو هیوادونو په ګټه دی او روان تاوتریخوالی د منلو نه دی. غواړم ووایم، موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي په موجودیت کې زیات ناراحته او اغېزمنېږو.

عمران خان څرګنده کړه، موږ غواړو مثبت رول ولوبوو او د داسې شرایطو غوښتونکي یوو چې په کې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې ناوړه شک موجود نه وي.

عمران خان وویل:

«موږ خپله وروستۍ هڅه کوو چې تاوتریخوالی کم شي. زموږ هیواد هم له جنګ څخه ډېر زیان لیدلی دی، د سیمې د وضعیت لپاره غوره ده چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.»

هغه زیاه کړې ده؛ د پاکستان او افغانستان د پلاویو ترمنځ له وروستیو خبرو راضي یوو او د دواړو هیوادونو لیدلوری د اقتصادي همکاریو پراختیا ده. د دواړو هیوادونو اړیکې باید په شفاف ډول پراخې شي، ګډې کمېټې د ایجاد په حال کې دي او د همکاریو د لازیاتې پیاوړتېا په اړه به کار وکړي.

عمران خان د خپلو خبرو په پای کې جمهوررئیس غني ته پاکستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.

باید وویل شي چې د پاکستان لومړی وزیر پرون کابل ته په یوه رسمي سفر راغلی و. اټکل کیږي چې دا سفر شاید ښې پایلې ولري او دوحه کې هم پر بین الافغاني خبرو خپل تاثیرات وغورځوي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ