سینما او موسیقي

د عمران هاشمي د ژوند ترخې شېبې

د هندي سینما مشهور او رومنټیک یا د مینې د کیسو لرونکو فلمونو نوموتی ستوری عمران هاشمي د ژوند پر سختو شېبو خبري کړي.

نوموړي ویلي، کله یې زوی ایان د سرطان وژونکي ناروغۍ سره په جنګ و نو دې پېښې ورته رواني ناروغي پیدا کړې وه.

تېرو ورځو کې هندي سینما دغه ستوری عمران هاشمي د مشهور هندي ټلویزیوني خپرونې ( کون بني ګا کروړ پتي) کې ګډون کړ وه، د دغه خپرونې کوربتوب د تجربه کار او پخواني سینما ستوري امیتاب بچن په غاړه دی.

په دغه خپرونه کې عمران هاشمي د خپل ژوند تر ټولو په سختو شېبو خبرې کړي دي.

نوموړي ویلي چې د ده د ژوند تر ټولو مشکل وخت هغه وه چې کله ورته معلومه شوه چې نازولی زوی ایان یې وژونکې او خطرناکې ناروغۍ سرطان(کینسر) باندې اخته شوی دی وایې زوی هغه وخت یوازې د ۴ کالو و.

هاشمي ویلي کله چې ورته معلومه شوه چې زوی یې سرطان دی نو ده او مېرمن یې د زوی د علاج لپاره ډاکټر ته مخه کړه او تر هغې وروسته پرې هر شېبه د قیامت په څېر تېره شوې ده.

دغه فلمي لوبغاړی وایي چې ډاکټرانو ورته ویلي وه چې د زوی تداوي یې ممکنه ده خو وېره داده چې ممکن له پنځو کالو وروسته به یې ناروغي پرې بېرته راګرځي.

نوموړي ویلي کله چې یې د زوی تداوي جریان درلوده نو ورته معلومه وه چې زوی یې د یوې خطرناکې ناروغۍ سره د جنګ ګټونکی دی او ښه کیږي به خو وېره یې دا وه چې پرې دغه ناروغي دویم ځلي بیا راونه ګرځي. چې په همدې خاطر یې په هرو دریو میاشتو کې د خپر زوی د ناروغۍ یو ټسټ کاوه او د روغ صحت لپاره یې تل لاس په دعا  وه.

عمران هاشمي ویلي چې ایان مور او پلار په حیث ده او مور په دغه جریان کې ډېر وېرېدلي وه او رواني ناروغی يې پیدا کړې وه، دی وایي فکر یې کاوه هر څه پای ته ورسېدل.

ده زیاته کړې؛ زوی یې د دغه وژونکي ناروغۍ سره مقابله وګټله خو ترې وروسته یې مور په همدې خطرناکه ناروغۍ اخته شوه.

د عمران په خبره کله چې د یوې کورنۍ دوه غړی په داسې یوې خطرناکې ناروغۍ باندې اخته نو د کورنۍ لپاره به څومره مشکل حالت وي.

د یادولو ده چې روان کال په پيل کې عمران هاشمي په ټولنیز ویبپاڼې انسټاګرام باندې د خپل زوی یو تصویر خپور کړ او ورسره یې لیکلي وه چې نن یې زوی د کینسر ناروغۍ نه سیالي وګټه ستاسو د ټولو له دعا ډېره مننه.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی