مارچ 2, 2021

د فوټبال یو افغان لوبغاړی د پولنډ په لیګ ښه ځلېدلی

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړی عمران حیدري یوه میاشت مخکي د پولنډ هیواد د کورنۍ لوبډلي اُلمپیا ګودرز یادز لوبډلي سره یو ځای سو.
یاده لوبډله د پولنډ هیواد فوټبال لیګ په سیالیو کي ګډونواله لوبډله ده، چي د یاد لیګ نوی پړاو ئې هم تازه پیل سو.
د افغانستان فوتبال فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي د دې لیګ د پیل په اونۍ کي د افغان لوبغاړي عمران حیدري ټیم (اُلمپیا) مقابلي لوبډلي ته ۵ ګولونه پر صفر سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د افغانستان د ملي ټیم تکړه لوبغاړي عمران حیدري د لوبي په ۲۴مه، ۳۳مه او ۶۸تمه دقیقه کي درې ګولونه ولګول.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي حیدري د اُلمپیا لوبډلي روزنکی د لوبي ۷۰یمه دقیقه کي هغه چینج کړ، کنه د نورو ګولوهنو امکان ئې هم درلود.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلی دې ۲۱ کلن لوبغاړي د افغان لوبډي لپاره تر دې دمه درې ګولوهني ترسره کړي دي، چي لومړی او دوهم ګول ئې د ۲۳ کلنو ترمنځ د آسیا په مقدماتي سیالیو کي، خو وروستی ګول ئې بیا د تاجکستان ملي ټیم په وړاندي ولګاوه.
دې ځوان لوبغاړي ته ډېر د فوټبال افغان مینوال هیلي لري.

د سوداګریزو لوبو ۵ موخې

لیکوال: سپورټ یاران - برخه : سپورټ

له افغانستان نیولې تر پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، عربي متحده امارات، اسټرالیا، انګلستان، سویلي افریقا، امریکا، ویسټ انډیز او کاناډا سوداګریز لیګونه لري او د نړۍ له مختلفو هېوادونو نړیوال لوبغاړي اخلي او لوبوي ... نور ولولئ