بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

پنځلس نښې، چې وایي په خپل ژوند کې ښه پرمخ تللي یاست

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ځینې کسان داسې فکر کوي، چې په خپل ژوند کې، لکه څنګه چې اړینه وه ښه پرمخ نه دي تللي، خو نښې نښانې وایي، هغه ډول، چې دوی فکر کوي، دومره هم اوضاع بده نه ده. وینسټون چرچیل په یوه ځای کې ویلي دي: بریا له یوې ماتې څخه بلې ماتې ته تلل دي، د لېوالتیا له لاسه ورکولو پرته. نن غواړو، چې د دې یادونه وکړو، چې ولې د ماتې له احساس سره سره، لا هم هغه ډول ماتې خوړونکي نه یاست.

داسې نښې نښانې شتون لري، چې موږ ته وایي، په ژوند کې مو ښه عمل کړی دی. د دې لیکنې په دوام کولای شئ، لاندې موارد ولولئ.

د هېرولو وړتیا لرئ

دا نړۍ به له بښنې پرته څنګه شي؟ اصلاً نړۍ هېره کړه، ژوند دې څه دی؟ که ونه شې کولای، چې نور وبښې او وبښل شې، نو ژوند بېخي د نه زغملو وړ ګرځي. بښنه یوه ځانګړې ډالۍ ده، چې انسان ته په ژوند کې د پرمخ تللو وړتیا ورکوي.

له ځانه په یوه ستر څیز باندې باور لرئ

ټول هغه وختونه، چې په خپله نړۍ کې ګیر شوي یاست او یا داسې احساس کوئ، چې د ژوند په ستونزو کې، د ډوبېدو په حال کې یاست، نو بسنه کوي، چې یو ګام شاته لاړ شئ او وګورئ، چې له ځانه د یوه ستر څیز لپاره ژوند کوئ. الله (ج)، کورنۍ او دوستان ستر څیزونه دي، چې زموږ لپاره، له ځان څخه مهم دي، د هغوی خوښي او خوشالي له هرڅه څخه مهم دي.

ټولې هغه آزموینې، چې د ژوند په اوږدو کې مو تېرې کړې دي، تاسو یې په ننني نرم او انعطاف منونکي فرد باندې بدل کړي یاست. په باور، هیلې او مینې سره مخ پر وړاندې حرکت وکړه او پوه شه، هره تجربه تاته د هغه چا په لور لارښوونه کوي، کوم چې د اوسېدو لپاره یې پیدا شوی یې.

د ویده کېدو لپاره آرامه او هوسا خوب ځای لرې

څو ورځې وړاندې مې یوه مرکه کتله، چې په هغې کې له هایتي هېواد څخه یوې مور خپله کیسه کوله، هغې ماشومان لرل، چې د نورو ماشومانو په څېر یې خواړه خوړل او ښوونځي ته تلل، خو یوازې هغه څیز، چې په دې مرکه کې یې تر اغېزې لاندې راوستلم، د ویده کېدو ډول یې و.

هغوی له یو بل سره د خاورینې ځمکې پر سره ویده کېدل او که چېرې د شپې له خوا به باران ورېده، نو پاڅېدل به او هرکس به له ځانه سره یو څه اخیستل او وچ ځای ته به یې پناه وړله. دې کیسې زه سخت د خپل خوب ځای منندوی کړم، هیله لرم، چې ستاسو لپاره به هم همداسې وي.

هڅه کوئ، چې ښه شئ

کله چې کوم څه ته غواړئ ورسېږئ، خو نه رسېږئ او حالت مو خرابېږي، د دې ښکارندویي کوي، چې خپله هڅه مو کړې ده، په هڅه کې یاست، چې ښه شئ او تر کله چې دا هڅه دوام ولري، خوشالي، بریا او مینه به هم را مخته شي، یوازې نباید تسلیم شئ.

دغه راز په دې اړه انشټین وایي: داسې نه ده، چې زه ډېر هوښیار یم، یوازې له ستونزو سره ډېر پاتې کېږم ( نه تسلیمېږم).

دنده لرئ

که دنده لرئ، نو دا یو ډېر ښه خبر دی، ځکه معاش لرئ او لاسونه مو په خپل جېب کې دي، خو که خپله دنده مو له لاسه ورکړې ده، نباید ناهیلی شئ، ځکه مخکې یو ځل توانېدلي یاست، چې کار ته لاړ شئ، هرومرو بیا هم کولای شئ.

ښایي اوس چې دنده نه لرئ، د کار د پیدا کولو لپاره تر ټولو غوره فرصت وي، چې واقعاً خوښېږي مو. پلټنې ته دوام ورکړئ، هیله من واوسئ او په دې باندې پوه شئ، که د کوم څیز لپاره، چې غواړئ یې سخته هڅه وکړئ، نو هرومرو یې ترلاسه کوئ.

پوهه ستاسو د ګوتو په څوکه کې ده

په دې دوران کې، هرڅه چې وغواړئ، زده کولای یې شئ. پوهه واقعاً ستاسو د ګوتو په څوکه کې ده. له هغه ځایه، چې پوهه ځواک دی، نو دا ځواک ترلاسه کړئ او اجازه ورکړئ، چې د خوبونو په رښتیا بدلولو په لاره کې مو درسره مرسته وکړي.

خواړه لرئ، چې وې خورئ

حتا که یوازې د یوې لنډې مودې لپاره، هغه ونه لرئ، نو د اړتیا احساس به پیدا کړئ، له خپل هر وخت خوړو څخه ډېر زیات خوند واخلئ، ځان ته د دې یادونه وکړئ، چې خوښي کولای شو، په ژوند کې له ډېرو ساده څیزونو څخه تر لاسه کړو، لکه د یوې ټوټې ډوډۍ خوړل.

د ټاکلو ځواک لرئ

ارسطو په دې اړه وایي: غوره والی هېڅکله یوه پېښه نه ده، تل د ډېرې هڅې، رښتینې هڅې او د چټکې کړنې پایله ده. په څو ټاکنو کې د هوښیارانه انتخاب ښکارندویي ده، انتخاب چانس نه دی، برخلیک ټاکي. آیا اړینه ده، چې په اړه یې لا ډېر توضیحات ورکړم؟ د خپل انتخاب له ځواک څخه په سمه توګه ګټه واخلئ.

مینه یا هغې ته ورته څیز مو تجربه کړی دی

یوازې بسنه کوي، چې یوه شېبه د هغه چا په اړه فکر وکړئ، کوم چې ورسره مینه لرئ، ترڅو د هغه په اړه په بشپړه توګه غبرګون ښکاره کړئ. د دا ډول ځواکمن احساس تجربه کول، کولای شي، د یو عمر لپاره مو په یاد کې پاتې شي او ستاسو لپاره خاطرې جوړې کړي، د دې احساس په خاطر باید شکر کوونکی واوسئ.

د څښلو لپاره پاکې اوبه لرئ

ښایي دا مورد دومره مهم ونه اوسي، خو د څښلو لپاره، چې کومې اوبه لرئ، ډېر ارزښت لري. په نړۍ کې ۷۸۳ میلیونه کسان د پاکو اوبو له څښلو څخه بې برخې دي، ګورئ چې دا مایع څومره ارزښتمنه ده، نو په ښه او مناسبه توګه یې مصرف کړئ.

یو خوب لرئ

خوب مو، چې هر څه وي، نو ستاسو لپاره دی. د منلو او په رښتیا بدلولو وړتیا یې لرئ. له خیالبافۍ څخه لاس مه اخلئ، دا تر ټولو غوره څیز دی، چې ژوند یې زموږ په واک کې راکړی دی.

خوښي او خوشالي مو رښتینې ده

په هر کار او شرایطو کې، کولای شئ، خوښي هم تجربه کړئ، اړینه نه ده، چې خوښي وپېرئ، کله وخت تر ټولو ساده څیزونه، نړۍ ته مو خوښي راوړي، لکه د یوه ماشوم مُسکا.

د اغوستلو لپاره جامې لرئ

غواړم دا ووایم، چې اړ نه یاست، بې جامو سړک ته لاړ شئ یا زړې او شلېدلې جامې پرتن کړئ،  د مناسبو جامو د اغوستلو او د خپل ځان د پوښلو له برکته، د نورو په وړاندې له ځانګړي درنښت څخه برخمن یاست. له جامو پرته ژوند ناشونی او سوړ دی.

ژوند مو کړی او ډېر څه مو زده کړي دي

هېڅوک نه وایي، چې ژوند آسانه دی، خو سره له دې ټولو خنډونو، بیا هم په دې تګلوري کې اوسېدل ارزښتمن دي. یو ځل بیا د خپلو ناکامیو او ماتو په اړه فکر وکړئ، باید په دې باندې پوه شئ، چې ټولو هغو یو دلیل درلوده او د یو ستر پروګرام برخه وې. ستونزو او سختیو تاسو ته د هغه ځای په لور لارښوونه کړې ده، کوم چې نن پکې یاست.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل