سپورټ نړیوال کرکټ

اګست د پاکستاني لوبغاړو د خوښیو میاشت؛ عماد وسیم هم واده کوي

لیکنه: بهار سمسور

وروسته له هغې،چې تېره اونۍ د پاکستان الرونډر لوبغاړي حسن علی پر خپل ټویټر ولیکل، غواړي د اګست په میاشت کې له هندۍ پېغلې شامیا ارزو سره په دوبۍ کې واده وکړي،چې مخکې یې ورسره اړیکه او مینه وه؛ اوس د پاکستان بل لوبغاړي عماد وسیم هم خبر ورکړی، چې د حسن علي پر پل قدم ګدي او غواړي ځان ته کورودانه پیدا کړي.

دا خبر پرون خپور شوی، چې عماد وسیم به د روانې اګست میاشتې په ۲۶ تاریخ په اسلام اباد کې له انګلستان څخه راتلونکي پېغلې سانیا اشفاق سره ګډ ژوند پیل کړي.

sania.png
وسیم چې دا وخت د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ شل اوریزه تجارتي لوبو کې بوخت دی وایي، غواړم د یوې اونۍ لپاره له کریکټ څخه وقفه واخلم او د خپل نوي ژوند د پیل لپاره بېرته پاکستان ته ولاړ شم.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې د وسیم کور ودانه پاکستانۍ، هندۍ کنه پاکستان الاصله انګلستانۍ ده،خو ترې مخکې دوه نورو لوبغاړو شعیب ملک او حسن علی دوه هندۍ پېغلو سره ژوند شریک کړی، چې شعیب مالک ورسره خپل ژوند لسم کال ته ورسو او حسن علی به یې روانه میاشت امتحان پیل کړي.

عماد وسیم په انګلستان والز کې زیږیدلی، پلار یې انجینیر دی او ده هم په میډیسن طبي برخه کې نیمه زده کړې تر سره کړي دي، خو وروسته د کریکټ په مخکې تلو سره یې دا برخه پرېښوده.

images.jpeg-26.jpg
وسیم په ۵۲ یو ورځینیو او ۳۵ شل اوریزه لوبو کې ۴۱ او ۳۹ ویکټې تر لاسه کړي دي.نوموړی د پاکستان ۳۳م هغه لوبغاړی دی،چې له پاکستاني کریکټ بورډ سره منځینی تړون(سنټرل کنټرکټ)لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی