الېکس هېلس د انګلستانۍ لوبډلې تکړه اوپنر توپ وهونکی دی، هغه د څو میاشتو راهیسې د شخصي ستونزو له کبله په کورنیو لوبو کې نه و لوبېدلی.
د انګلستان کرکټ بورډ ویلي، چې هغه نشي کولای ۲۱ ورځو لپاره ولوبېږي.
انګلستان د می په پنځمه نېټه له پاکستان سره د یوې شل اوریزې او پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي.
هېلس د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام نوملړکې هم شامل دی.
سږ کال هغه د انګلستان په کورنیو سیالیو کې په نتېنګ همشایر لوبډله کې نه دی لوبېدلی؛ دا دوهم ځل دی، چې د هغه معاینات کېږي او معایناتوکې یې د نشه یي توکو د کارونې څرک لېدل کېږي.
د انګلستان کرکټ بورډ د اپریل په ۲۶ مه نېټه د جمعې په ورځ وویل، چې هغه یې د ۲۱ ورځو لپاره د روغتیا د تثبیت په خاطر له لوبو ځنډولی دی.
کله چې د انګلستان کرکټ بورډ سره کوم لوبغاړی د لوبېدو تړون کوي، دوی که نارینه وي که ښځینه له لوبو مخکې او له لوبو وروسته معاینه کېږي، که ستونزه پکې وه، بیا یې نه لوبوي.
لومړیو کې د انګلستان کرکټ بورډ داسې قوانین نه درلودل، چې لوبغاړي دې خفیفه نشه وکړي بیا دې سزا ورکړل شي؛ خو وروسته بیا قوانین وضع شول.
د انګلستان کرکټ بورډ وایي که چېري یو لوبغاړی دوه ځلې معاینه شي او پایلې یې مثبتې راوځي؛ نو د دریم ځل لپاره له لوبو محرومېږي او بیا نه شي لوبېدلای.
د انګلستاني کرکټ بورډ اجرایوي مشر ټام هرېسن ویلي، چې دا اصول په ټولو لوبغاړو د پلي کېدو وړ دي.
تېر کال الېکس هېلس او بېن سټوکس له افریقا سره د لوبو پر مهال په برېسټول سیمه کې یو شپني یا نایټ کلب ته تللي وو، چې هلته یې بیا یو تن په بوکس وهلی و او خوله یې پرې ماته کړې وه، دا مهال بېن سټوکس پولیسو نیولی و او یوه شپه یې پرې تاڼه کې کړې وه، الېکس هېلس د شپې یوه بجه لوبډلې ته راغلی و او دا کیسه یې د لوبډلې نورو غړو سره شریکه کړې وه.
دا چې الېکس هېلس سره به نور څه برخورد وشي، راتلونکي کې به واضح شي؛ خو کرکټ او نور ټولې لوبې اصول لري، چې باید لوبغاړي یې نشه يي توکي ونه کاروي؛ ځکه دوی د سولې او روغتیا سمبولونه او نښې دي او لوبه یې سالمې انرژۍ ته اړتیا لري.