کوم وګړي ناروغه دي؟ د حکیم او سقراط خبرې

یوه ورځ سقراط یو حکیم ولید چې ډېر خفه او متاثره وو.

د خفګان علت یې تري وپوښت: هغه نفر ځواب ورکړ، په لاره راتلم یو له اشنایانو څخه مې ولید. سلام مې ورکړ ځواب یې رانکړ او ډېر په بې پروایي سره تېر شو او لاړ. زه ددې ډول چلند څخه یې ډېر وځورېدم. سقراط وویل: ولې وځورېدې؟ سړي په حیرانتیا سره وویل: خو واضح خبر ده چې هر څوک دداسې چلند په لیدو سره خفه کیږي. سقراط وپوښتل: که لاري کې څوک وګورې چې پر ځمکه ولېدلی او له درد څخه تاوراتاویږي. ایا د هغه څخه هم خفه کېدې؟ سړي وویل نه هیڅکله هم نه خفه کېدم. انسان د چا له ناروغي څخه نه خفه کیږي.

سقراط وپوښتل: د زړه خوړلو پر ځای به دې کوم احساس درلود او څه دې کول؟ سړي ځواب کې ورته وویل: د زړه سوځولو او مهرباني احساس او هڅه مې کوله چې دوا یا دارو ورته ورسوم. سقراط وویل: ټوله دا کارونه دې ددې لپاره کول چې هغه دې ناروغ ګڼلو. ایا د انسان جسم یوازې ناروغیږي؟ ایا د هغه انسان چلند چې ناسم دی روان یې ناروغه نه وي؟

که د چا فکر او روان روغ وي هیڅکله د هغه څخه بد چلند نه ترسره کیږي؟  فکري او رواني ناروغي نوم غفلت یا بې خبري ده. هغه څوک چې بدي کوي او بې خبره دي د خفګان او زړه خوړولو پر ځای باید ورباندې زړه وسوځوو او مرسته ورسره وکړو او هغه ته باید د روح طبیب او د ځان دارو ورته ورسوو.

نو د هیچا څخه زړه مه خفه کوه او په زړه کې کینه مه ساته، هیڅکله خپل ارامتیا له لاسه مه ورکوه. په دې پوه شه هر کله چې څوک بدي کوي په هغه وخت کې هغه ناروغ وي.

نو یوازې څوک جسما ناروغ کېدای نشي، روحي ناروغي هم انسان درلودای شي، چې تداوۍ ته اړتیا لري.