نړیوال جام لغوه کیږي، خو په ځای به یې IPL وشي!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ټاکل شوې روانه اونۍ په رسمې ډول د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام لغوه شي او په ځای به یې د روان کال په وروستیو کې د هند آی پي ایل سیالۍ د هند پر ځای متحده عربې اماراتو او یا هم سریلانکا کې ترسره شي.
د «Cricket Next» په نوم یوې نړیوالې ورزشې ویبپاڼې راپور ورکړی، چې د نړیوال جام لغوه کېدو په اړه راتلونکې جمعه د کرکټ نړیواله شورا کنفرانس ورکوې او د یاد کنفرانس له لاري به یې د لغوه کېدو په اړه رسمې خبر ورکړل شي.
د کرکټ نړیوال جام د روان ۲۰۲۰م  د اکتوبر میاشتې له ۱۸مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۵مې د اسټرالیا هېواد په کوربتوب پلان شوی وو.
یاران uncategorized 254 نړیوال جام لغوه کیږي، خو په ځای به یې IPL وشي!
د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د ترسره کولو او یا هم نه ترسره کولو په پار تېره جون میاشت کې غونډه لرله، چې روانې جولای میاشت ته یې وځنډوله.
د نړیوال جام لغوه کېدل د هندوستان آی پي ایل سیالیو ته لاره هواروي.
تازه د هند کرکټ بورډ هم ویلې، چي د آی پي ایل د ترسره کولو په موخه یې پر پلانونو کار پيل کړی.
یاد بورډ واېې نور نشې کولای د نړیوال جام په اړه د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړې ته په تمه پاتې شي، نو په همدې موخه پر یوه غوره پلان کار کوي تر څو د روان کال په وروستیو کې د هند تجارتې سیالۍ ترسره کړې.
ټاکل شوې وه، د هند آی پي ایل سیالۍ بیا په مارچ میاشت کې پيل شوي وای، خو د کورونا ویروس له امله له ځنډ سره مخ شوي دي.
یاران uncategorized 253 نړیوال جام لغوه کیږي، خو په ځای به یې IPL وشي!
د هندوستان د کرکټ بورډ مسوولین او چارواکي وايي، ممکن سږنی کال آی پي ایل لیګ د هندوستان په ځای په متحده عربي اماراتو او یا هم سریلانکا کې ترسره کړو.
د دې بورډ د چارواکو په خبره، چې په هند کې لا هم کورونا ویروس مخ په پراخېدو دی او په همدې موخه د هند حکومت به اجازه ورنکړې، چې آی پي ایل دې سږ کال هند کې ترسره شي.
خو د هند کرکیټ بورډ بیلابیلو چارواکو تازه له رسنیو سره په خبرو کې ویلې، چي ممکن د آی پي ایل لیګ ۱۳م پړاو په متحده عربي اماراتو او یاهم سریلانکا کې ترسره شي.
متحده عربي اماراتو او سریلانکا دواړو د سږني کال آی پي ایل کوربتوب ته وار له مخې زړه ښه کړی.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.