په درجه بندۍ کې بدلونونه؛ خو ځاځی لا هم پر خپل ځای دی

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي  تازه په شل اوریزه سیالیو کې د توپوهونکو نړیواله درجه بندي اعلان کړه، چې په کې بدلونونه راغلي، خو د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی حضرت الله ځاځی لا هم پر خپل پخواني ځای «لسم مقام» شتون لري.

په دې نوې درجه بندي کې د پاکستان بابراعظم د وروستیو ښو لوبو اله امله له درېیم ځای څخه دویم ځای ته پورته شوی او د سویلي افریقا ون ډر ډیوسن بیا له نهم ځای څخه شپږم ځای ته راغلی.

ها خوا بیا ایرون پینچ، کېل راهول، ګلین مکسویل او مارټین کوپټيل هر یوه په یاده درجه بندي کي یو ـ یو قدم شاه تګ کړی.

 

په شل اوریزه سیالیو کې د توپوهونکو تازه اعلان شوې درجه بندي

 

۱ـ ډیویډ مېلا، انګلستان، ۸۹۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۲ـ بابر اعظم، پاکستان، ۸۴۴ نمرې، یوه قدم پرمختګ.

۳ـ ایرون پینچ، اسټرالیا، ۸۳۰ نمرې، یو قدم شاه تګ.

۴ـ ډېون کونوې، نیوزیلینډ، ۷۷۴ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۵ـ ویراټ کوهلي، هندوستان، ۷۶۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۶ـ ون ډر ډیوسن، سویلي افریقا، ۷۵۶ نمرې، درې قدمه پرمختګ.

۷ـ کېل راهول، هندوستان، ۷۴۳ نمرې، یو قدم شاه تګ.

۸ـ ګلین مکسویل، اسټرالیا، ۶۹۴ نمرې، یو قدم شاه تګ.

۹ـ مارټین کوپټیل، نیوزیلنډ، ۶۸۸ نمرې، یو قدم شاه تګ.

۱۰ـ حضرت الله ځاځی، افغانستان، ۶۳۶ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

 

وروستي مطالب