د ۲۰۱۹ کال جام لپاره د کرکټ نړیوالې شورا ناسته

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: بهار سمسور
د ۲۰۱۹ کال د کریکټ نړیوال جام لپاره د انګلستان او والز کریکت بورډونو او نړیوالې شورا د غړو تر منځ مشورتي ناسته تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د کریکټ د راتلونکي نړیوال جام په تر سره کیدو خبرې شوې دي او ویل شوي دي چې اړنود کوربه هېواد او نړیواله شورا به هڅه وکړي تر څو یو ښه او منظم پلان سره راتلونکی نړیوال جام تر سره شي.
ICC Cricket World Cup د ۲۰۱۹ کال جام لپاره د کرکټ نړیوالې شورا ناسته
د نړیوالې شورا د نړیوال جام اداري ډایرېکټر سټيو ایلورتي وویل د کریکټ تاریخ دا ښایي چې موږ د دغې لوبې د بهبود لپاره یو ځای او مشترک کار کړی او همدا د دې باعث شوی تر څو کریکټ په نړۍ کې پرمختګ وکړي.
د ECB یا د انګلستان کریکټ بورډ اجرایه ډایرېکټر لارډ کملېش پټېل په خپلو خبرو کې په دې تاکید وکړ چې کریکټ په نړۍ کې یو مهم سپورت او لوبه ده، هغه وویل د کریکټ نړیوال جام او ورته د ورو غوره ټورنمېنټونو کوربه توب موږ ته دا فرصت راکوي تر څو دا لاس ته راوړو چې دې برخې ته نور کار وکړو په دې توګه زموږ راتلونکی نسل او ماشومان د کریکټ سره علاقه پیدا کوي او هغوی د دغې لوبې پیل او زده کړې ته مخه کوي.
DSC 6762 د ۲۰۱۹ کال جام لپاره د کرکټ نړیوالې شورا ناسته
د نړیوالې شورا د نړیوال جام اداري ډایرېکټر سټيو ایلورتي د خوښي څرګنده کړې چې د انګلستان د بورډ او ادارې سره یو ځای کار کوي او د انګلستان او والز بورډونو څخه زیاته مننه کړې چې هر وخت يې د نړیوالې شورا سره یو ځای د کریکت د بهبود لپاره کار کړی دی.

About ياران ټیم 3432 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.