ليکنه: مدثر دعوت
د کريکټ نړيواله شورا يا ICC غواړي د لوبډلو سکواډ د ۲۳ څخه تر ۲۵ پوري ورسوي.
د ممبی ميرور ويبپاڼي د خبر له مخي د کريکټ نړيواله شورا غواړي د لوبډلو هغه ستونزه چي د نوملړ په برخه کي يې درلودې حل کړي.
مخکي به د هري لوبډلي سکواډ د ۱۶ لوبغاړو څخه جوړ وو چي د کوچ او نورو غړو ترڅنګ به ۳۰ کسانو ته رسيده او ځيني لوبغاړي به په غير رسمي ډول په سفرونو کي شامل وه.
د مثال په ډول د هند کريکټ لوبډلي چي اوس يې نيوزلينډ ته د لوبو لپاره سفر کړی،۲۸ غړي د ۱۵ نفري سکواډ په شمول دوه ځانګړي کسان،څلور روزونکي ،يو فزيو تراپيست،یو منيجر،يو مساج کوونکی،د لوجستيک مدير،د رسنيو مدير، دا هغه کسان دي چي په يو سفر کي شامل دي که څه هم د کريکټ نړيوالي شورا د اصولو څخه خلاف دي.
هند،اسټراليا او انګلستان په ۱۹ کلنو کم عمره نړيوال جام کي هم د لوبډلو سکواډونه او د غړو شمير تر ټاکلي اندازې اړولی وو.
د سکواډ د ډيرښت اصول به په روان کال کي تطبيق سي او دا د اسټراليا،هندوستان او انګلستان په څير لوبډلو لپاره ښه خبر دی.
د ۲۰۲۰ز کال نړيوال جام کي به هم همدا اصول وي.
د ممبی ميرور په حواله د يادو اصولو تطبيق به د رواني مياشتي په ۲۱مه نيټه پيل سي.
اتمر: ټاکنو کې د طالبانو پر ګډون هیڅ ډول اعتراض نه لرو
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې افغان حکومت په ټاکنو کې د طالبانو له حضور سره هیڅ راز مخالفت نه لري ځکه د ده په وینا دا چاره به پر دغې وسله والې ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي