د کرکټ نړیوالې شورا کرکټ لیګ سیالۍ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د کرکټ نړیوالې شورا د ورلډ کرکټ لیګ ډیویژین ټو یا د نړیوال کرکټ لیګ دوهم پړاو په نوم سیالۍ پیل کړي، دغو سیالیو کې د کرکټ دریمه درجه هېوادونه لوبېږي.
له دې سیالیو موخه د پیاوړو لوبډلو په ګوته کول او د یو ورځنیو لوبو په لړ کې د بشپړ غړیتوب ترلاسه کول دي.
په دې سیالیو کې چې د روان اپریل میاشتې په ۲۰ مه نېټه په نمېبیا هېواد کې پیل شوي، شپږ لوبډلې شاملې دي.
هانکانګ، کاناډا، نمېبیا، د امریکا متحده ایالات، عمان او پاپوا نیوګیني په دغو سیالیو کې لوبېږي.
د اپریل په شلمه نېټه د جمعې په ورځ د دې لوبو پرانېسته وشوه، دا لوبې یو ورځنۍ دي، د شنبې په ورځ نمېبیا، پاپوا نیوګیني ته په درې وېکټو ماته ورکړه، پي این جي یا پاپوا نیوګیني ۱۱۹ منډې هدف ورکړی و، بله لوبه د هانکانګ او کاناډا لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، کاناډا ۲۲۲ منډې کړې وې، چې هانکانګ ورته په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

په همدغې ورځ دریمه لوبه د عمان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ ترسره شوه، متحده ایالاتو ۱۴۸ منډې کړې وې، چې عمان ورته په ۶ وېکټو ماته ورکړه.
د اپریل په ۲۱ مه نېټه یو ځل بیا ۶ واړه لوبډلې سره مخ شوې، د امریکا متحده ایالاتو، نمېبیا ته په ۲ منډو ماته ورکړه، عمان کاناډا ته په ۹۹ منډو ماته ورکړه او پي این جي بیا هانکانګ په درې وېکټو مات کړ.
د اپریل په ۲۳مه نېټه د سه شنبې په ورځ عمان هانکانګ ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه، د امریکا متحده ایالاتو، پي این جي ته بې سارې ماته ورکړه، په لس وېکټو یې پاپوان نیوګیني مات کړ.
او نمېبیا بیا کاناډا ته په ۹۸ منډو ماته ورکړه.
دا لوبې د آپریل په ۲۷ مه نېټه پای ته رسېږي.
د نومرو جدول
تر دې دمه عمان د نومرو په جدول کې لومړی مقام لري او ۶ نومرې یې ترلاسه کړي دي، دې لوبډلې خپلې درې واړه لوبې ګټلي دي.
دوهم مقام د نمبېبیا دی، دې لوبډلې دوه لوبې ګټلې او یوه یې بایللې، دریم ځای بیا د متحده ایالاتو دی، دې لوبډلې دوه ګټلې او یوه لوبه یې بایللې.
څلورم بیا د هانکانګ لوبډله ده، پنځم ځای بیا پي این جي نیولی او وروستی ځای بیا د کاناډا د هېواد دی.
عمان او د یو ورځنیو لوبو غړیتوب ترلاسه کول
عمان د درې پرله پسې بریاوو په ترڅ کې د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو بشپړ غړیتوب کې ځان ثبت کړ، د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وېب پاڼه لیکلي دي، چې عمان د هانکانګ خلاف بریا باندې وکولای شول، د یو ورځنیو لوبو بشپړ غړیتوب واخلي.