د وینې ټیټ فشار/ هایپوټېنشن مو ولې ځوروي؟

ښايي اورېدلي مو وي چې تر لوړ فشاره ټيټ فشار چندان د اندېښنې وړ او وژونکي نه دی؛ خو ټيټ فشار هم کله کله د ناوړه ناروغیو نښه او ګواښوونکی کېدای شي. ډېری هغه کسان چې فشار یې ټيټېږي، د ژوند چارې سمې او پر وخت مخته نشي وړلی؛ ځکه د ډېرې ستړیا له امله یې پر سر شدید درد وي او ضعف پرې راځي.

دې لیکنه کې پر دې خبرې کوو چې ټيټ فشار څومره دی، نښې، لاملونه او درملنه یې څه ده؟

هایپوټېنشن/ ټيټ فشار څه ته وايي؟

له ۹۰ملي متره کم سیستولیک او له ۶۰ ملي متره کمه درجه کې دیاستولیک فشار عموما په ټيټ فشار کې شمېرل شوی دی.

 

د وینې د ټيټ فشار نښې کومې دي؟

ځينو کسانو کې د وينې د فشار ناڅاپي ټيټېدل د یوې راتلونکې ناروغۍ نښه بلل  کېدای شي. د هایپوټېنشن نښې دا دي:

-سر ګنګسي یا د سر سپکېدل

-ضعف کول/ بېهوښه کېدل

-د سترګو د لید کمزورتیا

-زړه بدوالی/کانګې

-نه تمرکز

-شوک

شدید هایپوټېنشن ژوند ګواښلی شي. دا ډول فشار ټيټېدل دا نښې لري:

  • سر ګیچېدل، خصوصا په پاخه عمر کې

-سوړ/ یخ، سپین تښتېدلی رنګ

  • چټکه او کم عمقه ساه اخیستل
  • کمزوری او توند نبض

 

که ستاسو فشار تل ټيټ وي؛ خو بد احساس نه لرئ، روغتیاپال یوازې ستاسو ورځني معاینات څاري، ښايي بل کوم درمل درنه کړي. سره له دې چې تل مو فشار ټيټېږي باید یو ځل روغتیاپال ته ورشئ، کېدی شي د کومې جدي ناروغۍ نښه وي. د ټيټ فشار د پیدا کېدو، د وخت معلومول یې چې کوم کوم وخت مو فشار ټيټېږي، دا چې هغه مهال څه کوئ؛ د دې ټولو ثبتول اړین او ګټور برېښي.

 

د هایپوټېنشن لاملونه څه دي؟

د زړه د ضربان د فعالیت او استراحت په پړاوونو کې، په شریانونو کې د فشار اندازه کولو ته د وینې فشار وايي.

سیستولیک: د وینې د فشار په اندازه کولو کې تر ټولو لوړه درجه چې وي، هغې ته سیستولیک وايي. دا هغه فشار دی چې زړه یې د شریانونو له لارې د وینې د پمپولو پر وخت، پر نور وجود راولي.

دیاستولیک: د وینې د فشار د اندازه کولو پر وخت، تر ټولو ټيټه درجه چې په شریانونو کې د زړه د استراحت په وخت کې ضربانونو ته اشاره کوي.

د طبیعي فشار کچه ۱۲۰/۸۰ ملي متره تشخیص شوې ده. دغو لاملونو ته په کتو د وینې فشار بدلون مومي:

  • د وجود موقعیت
  • د ساه ایستلو/اخیستلو ریتم

  • د سټرېس کچه

  • فزیکي شرایط

  • کاروونکي درمل

  • خوړنیز رژیم

  • د ورځې وخت

عموما د شپې مهال د وینې فشار کم وي. له خوبه پاڅېدلو سره سم فشار جګېږي.

کېدای شي په یوه درجه کې د وینې فشار یوه کس ته ټيټ؛ خو بل ته همغه درجه کې مناسب او نارمل حساب شي.

د وینې د فشار ناڅاپي ټيټېدل کېدی شي ګواښوونکي وي.

هغه شرایط چې د وینې د فشار د ټیټېدو لامل کېږي:

حمل/ امیدواري: دا طبیعي دی او تر زېږون وروسته بېرته فشار خپل حالت ته راګرځي.

د زړه ستونزې: د زړه د ضربان کمېدل، د زړه د وال ستونزې، قلبي حمله، نورې ستونزې.

د داخلي غدواتو ستونزې: ټایرووېډي ستونزې، ادرینالي ستونزې، د وینې د شکر ټيټېدل، ځينې وخت پخپله شکر/دیابت.

د اوبو کمښت: کله چې د اوبو له اخیستلو یې دفع/ مصرف ډېر وي، سرګیچي، ستوماني، تبه، کانګې، شدیده اسهالات، د ډيوریټيکي درملو زیاته کارونه، شدید ورزش کولی شي د وجود اوبه کمې کړي.

د وینې بهېدل: ډېره وینه چې ضایع شي، فشار ټيټېږي.

شدید عفونت/انتان: کله چې میکروب یا عفونت د وینې جریان ته ننوځي، فشار ټيټېږي.

الرژي/حساسیت( انافیلاکسی): د دې ډول شدیدو حساسیتونو راپاروونکي/محرک خواړه، ځانګړي درمل، د حشراتو زهر، ساییزې ستونزې، کهیر، بخار/خارښت، د ستوني تورم او ټيټ فشار د انافیلاکسي یا شدید حساسیت نښې دي.

په خوړنیز رژیم کې د مغذي توکو کمښت: د ویټامین بي دولس او اوسپنې کمښت د وینې د سرو ګلوبلونو/حجرو د کمېدو یا کمخونۍ لامل  کېږي او په پایله کې فشار ټيټوي.

 

د هایپوټېنشن ډولونه:

د درېدلو پر وخت یا د څملاستلو پر وخت ناڅاپه د فشار ټيټېدلو لامل دا دی چې د درېدلو په وخت کې وینه په پښو کې راټولېږي. که څوک پر ټيټ فشار اخته نه وي دا چاره جبرانېږي او وینه ماغزو ته رسي؛ خو که څوک ټيټ فشار ولري بیا سمدلاسه فشار لوېږي. پخو کسانو ته د ډوډۍ تر خوړلو یو/دوه ساعته وروسته هایپوټېنشن پیدا کېږي.

 

درملنه یې:

مالګه خوړل: د مالګې خوړل لوړ فشار لرونکو ته ښه نه؛ خو ټيټ فشار لرونکو ته ښه دي. که څوک د زړه ناروغۍ لري، د مالګې تر خوړلو مخکې دې روغتیاپال سره مشوره وکړي.

ډېرې اوبه څښل: اوبه او مایعات وینه ډېروي؛ نو ځکه ټيټ فشار ته ګټه لري.

اوږدې جورابې پښو کول: د اوږدو جورابو پښو کول ځکه ګټه لري چې په پښو کې د وینې له راټولېدو مخنیوی کوي.

درمل: د ډاکټر په مشوره درمل خوړل هم ګټور ایسي.

 

وروستي مطالب