مارچ 4, 2021

د حکمتیار تازه مرکه؛ افغان دولت یې پر پاکستان ملامت او د منظور پښتون ملاتړ یې ونه کړ

بشر دروېش
د حزب اسلامي مشر او ولسمشریز نوماند ګلبدین حکمتیار څو ورځې وړاندې له یک ټلویزون سره یوه بحث پارونکې او جنجالي مرکه لرله، چې دلته یې د ځینو مسایلو په اړه شریک شوي نظریات را نقلوو:
منظور پښتون د حکمتیار له نظره
حکمتیار په دې مرکه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتون په اړه وپوښتل شو، چې د مبارزې ملاتړ یې کوي کنه؟
د حکمتیار ځواب کنایوي او په دې ډول و: زه د نړۍ په هره څنډه کې د حق غوښتنې د مبارزو ملاتړی یم.
خبریال بیاـ بیا ښاغلی حکمتیار وننګوه، چې په روښانه ټکیو د منظور پښتون مبارزه تایید یا رد کړي، خو ده بیا هم په مشخص ډول د تایید او رد ځواب ورنکړ.
حکمتیار وپوښتل شو، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په څرګند ډول د منظور پښتون د مبارزې ملاتړ کړی، دی یې په اړه څه نظر لري؟
د حزب اسلامي مشر یې په ځواب کې وویل: منظور پښتون وپوښتئ، چې له دې ملاتړه خوشاله دی کنه؟
د یادونې وړ ده، چې منظور پښتون د خپلې مبارزې د پيل پرمهال له دوی څخه د ولسمشر غني د ملاتړ له کبله مننه کړې وه.
ترهغې وروسته منظور پښتون د ولسمشر غني په اړه کوم نظر نه دی ورکړی، چې له خپلې مبارزې یې په ملاتړ خوښ که خپه دی.
پرپاکستان د افغان دولت ملامتول
حکمتیار په دې مرکه کې ومنله، چې پاکستان د افغان وسله والو طالبانو ملاتړ کوي، خو وایي د جګړې ډېر عامل پاکستان نه؛ بلکې خپله افغان دولت دی.
هغه دغه راز مخکینی ولسمشر حامد کرزی او اوسنی ولسمشر اشرف غني تورن کړل، چې د پاکستان په ملاتړ واک ته رسیدلي.
حکمتیار له نوم اخیستو پرته یو شمېر حاکمې کړۍ او سیاستوال تورن کړل، چې له پاکستان سره یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د لګولو تړون لاسلیک کړی او په بدل کې یې امتیازات اخیستي.
د ډیورنډ کرښه او حکمتیار
ګلبدین حکمتیار د ډیورنډ کرښې په اړه وویل، چې په اړه یې پریکړه باید یو مقتدر منتخب افغان پارلمان وکړي.
د ده په باور ترهغې، چې افغانستان پياوړی نظام ونه لري او له هره پلوه پرځان بسیا نه وي، د دغې کرښې د برخلیک په اړه باید خبرې ونه شي.
حکمتیار په څرګندو ټکیو ډیورنډ کرښه نه په رسمیت وپېژندله او نه یې د دغې کرښې په اړه د افغان ملت او دولت د مالکیت داعیه تایید کړه.
د ډاکټرنجیب کیسه
حکمتیار د ډیورنډ كرښې په اړه له پخواني ولسمشر ډاکټرنجیب الله سره د خپلې یوې مناقشې کیسه هم وکړه.
د ده په وینا هغه مهال چې دی او نجیب الله د کابل پوهنتون محصلین او نوي ځوانان وو، یوه ورځ یې د ډیورنډ کرښې په اړه له نجیب الله سره بحث راغی.
حکمتیار وایي: نجیب ته مې وویل: تاسې ولې د کمونیزم پلوي کوئ، نتیجه به یې څه وي؟
د ده په وینا ډاکټرنجیب ورته وویل، چې د شوروي له ملاتړه برخمن د منځنۍ اسیا ټول هېوادونه له افغانستان څخه په غوره وضعیت کې دي.
دی زیاتوي، چې د ډیورنډ کرښې په اړه یې نجیب ته وویل، چې پاکستان نه دا كرښه خپله که د هند او روسیې په ملاتړ ګټي؟
د حکمتیار په ادعا نجیب ورته په دې خبره کې بې ځوابه شو او د بحث نور ګډونوال، چې اکثره شعله یان وو، د ده د دریځ ملاتړ یې وکړ.
له دې کیسې سره د حکمتیار نظر ممکن دا و،چې افغانستان له بهرني ملاتړ پرته پرخپلو امکاناتو له پاکستان څخه ډیورنډ نه شي ګټلی.

وروستي مطالب

څېړنې:عبادت د ژور خپګان مخنیوی کوي

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

د څېړنو پر بنسټ، په مذهبي مراسمو کې ګډون کولای شي انسان له ژور خپګان څخه وژغوري. د Journal of Religion and Health يا د دين او سلامتيا مجلې د راپور له مخې، کلونه کېږي ... نور ولولئ