خواړه روغه سټه

د دغو وېټامینونو له کمښت سره د خولې په زخم اخته کېږئ

ژباړه: نسیمه محمدي

د خولې ناروغي یو برسیرن زخم د حفری په ډول دی چې د ژبې پر سر یا د شونډو دننۍ برخه کې جوړیږي . څنډې یې سور رنګه وي . مګر مرکز یې سپین رنګ لري . معمولا درد لرونکي وی او د اخته شخص خبرې کول او ډوډۍ خوړل ستونزمن کوي. کیدای شي شخص څو ناروغۍ ولري . د تبخال برخلاف بل کس ته د انتقال وړ ندی .

لامل یې څه دی؟

د خولې د ناروغیو لامل نامعلوم دی . مګر ډیری وخت د یوې کورنۍ په غړو کې ډیر لیدل کیږي . په دې معنی چې د دې ناروغۍ مکرر پیدایښت د جنتیکي تمایلاتو پورې اړیکه لري. د خولې ناروغۍ ساري ندی.

سربیره پردې د خولې زخمونه کیدای شي په لاندې شرایطو کې جوړې شي:

کله چی شخص ستړې وي اویا خفګان ولري .

ځینې میرمنې چې د میاشتنې عادت په دوران کې وي .

خولې ته د زیان رسولو په وخت لکه د شونډو ګاز نیول .

د فشار یا د غاښونو په واسطه تحریک .

خوړنیزه آلرژي . د ځینو خوړو خوړل چې شخص د هغې سره حساسیت لري . کیدای شي د دي ناروغۍ لامل شی د ۱۹۹۱ میلادی کال د یوې سروې له مخی د خوړو د آلرژۍ تست په هرو ۲۰ کسانو کې مثبت وو. د هغو خوړو له حذفولو وروسته چې د حساسیت سبب ګرځیدل په ګډون کوونکو کسانو کې ۱۸ کسو د لیدو وړ ښه والی لیدل شوې وو. د میوې اوبه یا د هغو څښاکونو څښل چې په لوړه کچه اسید لري لکه د نارنج اوبه .

د دفاعی سیستم پیاوړتیا

خوړنیز موادو څخه په کافي اندازه د ویتامینونو او معدنې موادو نه ترلاسه کول . په حقیقت کې د مغذي موادو کمبود په ځانګړې توګه اوسپنه ، فولیک اسید او د ویتامین بی ۱۲ په اړمن شخص کې د خولې د ناروغۍ د اخته کیدو لامل ګرځي.۲۰ سلنه کسان چې په دوامداره توګه د خولې په ناروغۍ اخته کیږي . د مغذي موادو کمښت په یادو شویو خوړو کې ښکاره وي . په ځیګر کې شته اوسپنه ،سره غوښه ،چرګې غوښه، تن ماهي، میګو، لوبیا، نسک، پنیر او اسفنج کی شتون لري.

په حبوباتو کې شته فولیک ، مغزیات ، مارچوبه، آوکادو، بروکلي، مرکبات، شنه پاڼه لرونکي سابه ،ځیګر، چرګې غوښه ،غنم اوغله جاتو کې پیداکیږی. ویتامین بی۱۲ هم په سره غوښه ،ځیګر،کب غوښه، چرګی هګۍ، ځینی غني شویو غلو خوړل په سباناري کې.

علایم،نښې نښانی

د دې ناروغۍ لویه نښه د ژبې یا شونډو داخلي خواته یو سر سری زخم دی کیداي شي کوچنی یا لوی او شاوخوا سور او مرکز یې سپین یا زیړ وې زیادتره وخت د خولې دا ډول آفتونه د سوزش او خارښت حس سره پیلیږي. ځینې یې کیدای شي پړسوب او درد ولري او خبري کول او خوړل ستونزمن کړي. دا ناروغي ۷تر ۱۰ ورځو پورې پاتی کیږي. ضعیف حالتونه یې ۱تر۳ اونیو په بشپړه توګه ښه والی مومي . خو په شدیدو حالتونو کې کیدای شي تر ۶ اونیو اوږد شي . تر څو له منځه لاړ شي. ځینې کسان چې له لومړي آفته روغ شي په دویم آفت اخته کیږي.ډیری دا ډول زخمونه پرته له دې چې د زخم ځای پاتې شي  په بشپړه توګه له منځه ځي.

د تشخیص څرنګوالی

ډیری وختونه روغتیاپال ته د ورتګ اړتیا نشته . په خپله جوړیږي.ځینې کورنۍ درملنې کولای شي . د درد د تسکین لپاره ګټورې تمامې شي.

هغه خواړه وټاکۍ چې نرم وې او تیرول یې آسانه وې لکه:مستې،او اوبلن سوپ خواړه مو په وړو ټوټو یا کوچنیو مړیو په ډول جوړې کړئ. له نچی څخه ګټه واخلئ. ترڅو مایعات له زخم سره تماس ونلري. د یخ ټوټې په زخم کیږدئ ترهغی چې بی حسه شي.

په دقت مسواک یا برس وکاروئ ترڅو له زخم سره ټکر و نکړي.

خوله مو د مالګې په اوبو سره ووینځئ.د مالګې اوبو جوړولو لپاره یو قاشغه یعنې ۵ګرامه مالګه په یو ګیلاس (۲۵۰ملې لیتره ) تړمو اوبو کې حل کړئ.

ځینې وړ درمل واخلئ د یو نرم سفنج یا مالوچ سره یې ۳ تر ۴ځلي د ورځی په خوله کې استعمال کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.