
ژباړه: محمد اکرام عصمتي
یو کس چې غوښتل یې نن ډېر کار په کور کې وکړي، خو د ماشوم له لاسه یې تر پوزې راغۍ کله به یې د دېوال په مخ د نقشې یو کونج ته لاس ونیو، کله بل ته او په وارـ وار یې د هېوادونو پوښتنې کولې، پلار یې هم بله چاره نلرله، بس سم د واره یې له دېواله مېخ شوې نقشه څيرې پيرې کړه او ماشوم ته یې ونیوه، ورته کړل یې کله چې دې دا ټوټې یوځای کړې بیا به نور هېوادونه درته وښیم ماشوم هم په منډه له خونې ووت او د سترګو په رپ کې یې نقشه د پلار مخې ته په داسې حال کې ونیوه چې شیبه مخکې یې پلاره ټوټه ټوټه کړې وه.
پلار یې په حیرانتیا د قهوې پیاله پر مېز کېښوده او د زوی له ګوتو یې جوړې نقشې ته په ځیر ځیر کتل، زوی یې تر لاس ونیو او د ژر جوړیدو پوښتنه یې ترې وکړه، دا څنګه کېدای شي چې ټوټې ټوټې پاڼه داسې ژر ورغوې؟
زوی یې پلار ته په مسکا وویل د نقشې پر څټ/شا باندې د انسان انځور و، کله مې چې هغه برابره کړو نو د ټولې نړۍ کار ورسره برابر شو.
اوس که حقیقي نړۍ ته هم راشو دا جوړښت هم په انسان پورې تړلی ده نه په نور څیزونو لکه: خلک چې د ښار د وضعیت پړه پر خلکو، سیاسیونو، هېوادونو او یا هم پر حکومتونو اچوي، که هر یو جوړ شو نو نړۍ به هم د ماشوم د نقشې په څېر ورغېږي.