اپریل 11, 2021

څیړنه: اوزې د انسان په څیره مُسکا خوښوي

Advertisements

له دې به خبر نه یاست چې اوزې هم د انسان له مسکا څخه اغیزمنې کیږي او د انسان په څېره مسکا خوښه وي !
په یوه څېړنه کې دا روښانه شوې چې کله انسانان خاندي او په څهره یې یې مسکا وې نو نه یوازې شاوخوا خلک ورسره خوښ وي، بلکي اوزې هم د انسان په څهره دغه مسکا او خندا خوښوي او ورڅخه متاثره کیږي.
د نیویارک پوسټ په یوه رپوټ کې د دغه تازه څېړنې په تړاو معلومات شریک شوي دي او ویل شوي د انساني مسکا په لیدو دغه حیوانات هم خوشحاله کیږي.
دغه تازه څېړنه د انګلینډ په یوه ښار ګینټ کې د حیواناتو د ساتلو په یوه غټه خونه کې شوې ده، د دغې څېړنې په تړاوو ویل شوي چې په دوران کې یې اوزو ته د یوه انسان دوه تصویرونه وښودل چې په یوه کې دغه انسان په قهر یا غوصه ښکاري او بل کې تصویر کې یې مسکا پر خوله وي.
دغه څېړنه د یوه څېړونکي او د لندن د پوهنتون یوه ډاکټر الیکن مک الیګوټ په شمول یو شمېر نورو کړي چې يې د څېړنې پر مهال یو یو تصویر د دیوال په یوه ځانګړي ځای په یوه ۱،۳ مټره فاصلي په اندازه ولګول، دغه لګول شوې تصویرونه ساده یا تور او سپین وه او ترې وروسته اوزې یوازې پرېښودل شوې وې.
څېړونکو ویلي چې د څېړنې په جریان کې د ۵۰ سلنه څخه زیاتو اوزو د انسان مسکا لرونکی تصویر خوښ کړی او ترې متاثره شوي دي.
د دغو څېړنو د نتیجو په تړاوو څېړونکو د رائل سوسایټي اوپن ساینس په نامه یوې ورځ پاڼې سره خبرې کړي چې په کې يې په ښکاره ډول ویلي (اوزې د انسان د خوښیو پر مهال د انسان د خنداني څهرې څخه متاثره کیږي)
څېړونکو دغه راز زیاته کړې؛ د انسان د څهرو د پېژندلو وړتیا یوازې د هغو حیواناتو پورې نه ځانګړي کیږي چې په کورونو کې ساتل کیږي او د انسان سره نژدې اړیکې لري.
د یادولو ده؛ تر دې وړاندې هم دغه شان یو څېړنه کې ویل شوي وه چې زیاتره حیوانات د انسان په مزاج پوهیدلی شي.

د شهزاد محمدي شوخي او د خلکو مینه

لیکوال: سمیع الله درانی - برخه : سپورټ

Advertisements شهزاد محمدي د افغانستان په لوبډله یو له ساعت تیرو لوبغاړو څخه دی، چې هر وخت له مینوالو، لوبغاړو، داخلي لوبو او بهرنیو لوبو کې له لوبغاړو سره خوش طبعي کوي. د کرکټ ملي ... نور ولولئ