مارچ 9, 2021

انسانان له څلوېښت کلنۍ وروسته دا ‌ډول چلند او اوصاف پيدا کوي

Advertisements

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
موږ هميشه په دې فکر کې يو چې انسانان له څلوېښت کلنۍ څخه وروسته نور نه خاندي، چکر ته نه ځي او لوبو يا تفريح ته اړتيا نلري!
څلوېښت کاله وروسته د انسان لپاره يوه بله متفاوته او په زړه پورې نړۍ وي، د انسان هڅې ګړندۍ کېږي؛ ترڅو وشي کولی د ځوانۍ د پړاو نيمګړې هيلې پوره کړي.
مختلفو ځایونو ته په سفرونو او د مختلفو لوبو په کولو سره خپلې وړتياوې ارزوي او هڅه کوي چې نن ورځ يې غوره او خوشحاله واوسي.
د خپل بدن نيمګړتياوې او کمزوريانې تل له نورو څخه پټوي.
انسان چې کله د خپل ژوند څلوېښت کاله مزل وکړي، نو متوجه کېږي چې د ځوانۍ په پرتله يې ډېر تغيير کړی، متوجه کېږي چې د بل هر وخت په پرتله ډېر مينې او محبت ته اړتيا لري.
انسان چې معمولاً کله په څلوېښت کلنۍ پښه ږدي، متوجه کېږي چې تېر څلوېښت کلن ژوند يې څومره له برياوو او نيمګړتياو څخه ډک و او په همدې اساس خپل ځان ته يې پاملرنه ډېرېږي او د الله تعالی څخه يې درک څوچنده کېږي.
زړه يې ډېر نرمېږي، هرې وړې موضوع ته يې تشويش وي او هڅه کوي چې ژر ترژره يې حل کړي او پايله يې ترلاسه کړي.
تل يې زړه غواړي چې په سفر وي او له مختلفو ځايونو څخه ليدنه وکړي او تل هڅه کوي چې د الله تعالی، نړۍ، د ژوند مختلفو اړخونو په اړه لا ډېره مطالعه او څېړنه وکړي.
د څلوېښت کلنۍ څخه وروسته ژوند عجيب، په زړه پورې او خورا جالب دی، په هرې وړې موضوع غوسه کېدل، په ډېر لږ څه خوشحاله کېدل، د قد لنډېدل، د بدن د سوخت او ساز کمېدل، پر نفس د اعتماد ډېرېدل، د اورېدو او ليدلو د قوې کمزورېدل، په اسانۍ سره د کورنۍ لپاره ښه مشري کول… دا ټول د څلوېښت کلنۍ د ژوند له اوصافو څخه دي.