سپورټ کرکټ

د حیدراباد لوبډلې لپاره د مېچل مارش ښه بدیل محمد نبي دی که جېسن هولډر؟

سپورټ یاران

د سنرایزرز حیدراباد کرکټ لوبډلې سږ کال د بنګله‌دېشي شکېب الحسن پرځای اسټرالیایي الراونډر مېچل مارش اخیستی و؛ خو مېچل مارش لومړۍ لوبه کې د توپ اچونې پرمهال ټپي شو.

اوس د حېدراباد کرکټ لوبډلې مشرانو ویلي چې د مېچل مارش پرځای ویسټ انډیزی جېسن هولډر لوبوي.

خو پوښتنه دا ده، چې محمدنبي ښه الراونډر که جېسن هولډر؟

مونږ پوهیږو چې د ویسټ انډیز لوبغاړي د شل اوریزو لوبو لپاره جوړ دي او کولای شي، ښه توپوهنه وکړي؛ خو که جېسن هولډر ته وګورو هغه ډېره پورې په بالېنګ تکیه کوي او توپوهنه یې چندان مزه ناکه نه ده.

نوموړی یواځې په ټېسټ لوبوکې د ۴۴۷ نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې دی او په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو الراونډرانو برخه کې په لسو لومړیو غوره الراونډرانو کې یې نوم نشته.

دا په دې دلالت کوي، چې هولډر په دې لوبو کې دومره اغېزناک نه دی لکه څومره چې محمدنبي دی.

محمدنبي عیسی خېل د نړۍ د لسګونو لوبغاړو په منځ کې په شل اوریزو لوبو کې لومړی نمبر الراونډر دی، په یو ورځنیو لوبوکې هم همداسې لومړی مقام لري.

دا چې محمدنبي په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبوکې یو مخکښ الراونډر دی؛ نو د حېدراباد کرکټ لوبډله یې باید په مسلسلو لوبو کې ولوبوي او لوبډله به ښه مخته لاړه شي.

د محمدنبي ښه والی په دې کې دی، چې د توپ اچونې او توپ وهنې بیلتون یې نشي کېدای، که توپ اچونه کوي، ته به وایې، چې دی د توپ اچونې الراونډر دی؛ خو کله چې توپوهنه کوي، بیا به دې سوچ دا وي، چې دی خو د توپوهنې الراونډر.

یعنې دواړو برخو کې پوره وړتیا لري.

محمدنبي عیسی خېل په آی پي اېل کې ۱۳ لوبې کړي، چې ۱۳۵ منډې یې پکې کړي او یوه لوبه کې یې ۳۱ منډې لوړې دي.

په همدې لوبو کې یې ۱۱ وېکټې اخیستي او یوه لوبه کې یې په ۱۱ منډو ورکولو سره ۴ وېکټې اخېستل غوره توپ اچونه ده.

بل پلو جېسن هولډر ۱۱ لوبې کړي، ۳۸ منډې یې کړي او یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۶ دي.

په ۱۱ لوبو کې یې ۵ وېکټو اخیستي او د شل منډو په ورکولو سره د دوه وېکټو اخېستل یې غوره توپ اچونه ده.

که وګورو محمدنبي هم په نړیوال کرکټ کې او هم په سوداګریزو لیګونو کې تر جېسن هولډر ښه الراونډر تمام شوی او ښه ځلېدلی.

Mohammad-Nabi-2 (1).jpgM.JPG

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ