فبروري 26, 2021

هواوې کمپنۍ نوي ځیرک موبایلونه معرفي کړل

د هواوې کمپنۍ نوي ځیرک موبایلونه به د روان کال په مارچ میاشت کې بازار ته وړاندې شي.

د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د هواوې (سر پي) هر کال په مارچ میاشت کې بازار ته وړاندې کېږي او اوس مهال د ټیکنالوژۍ د نړۍ یو مشهور ګونګسې خپرونکی ټیمي (Teme) وايي چې د هواوې نوي ځيرک موبایلونه ښايي د روان عیسوي کال د مارچ میاشتې له ۲۶ نېټې څخه تر ۲۸ نېټې پورې بازار ته وړاندې شي او په دغې نېټه به د هواوې (سر پي) ۵۰ د معرفي شاهدان واوسو.

همدارنګه هغه د (سري پي) ۵۰ دریو نورو مبایلونو معرفي ته چې دوې بېلابېلې چېپونه به لري، اشاره وکړه. د هواوې P50 سټنډرډ به له (کایرین چېپ) ۹۰۰۰E څخه ګټه اخلي او دوې نورې پر مختللې نسخې یې يعني هواوې P50pro او P50pro+ به هم له (کایرین چېپ) ۹۰۰۰ څخه ګټه اخلي.

هواوې P50، هواوې P50pro او هواوې P50pro+ به له يوې نوې کېمرې، پرمختللي ښودونکي سېسټم او د گېمینگ وړتیاوو څخه برخمن وي.

د هواوې کمپنۍ د ځیرک مبایلونو نوي ماډلونه لاندې په منظمه بڼه معرفي شوي دي.

Mate X2

P50

P50 pro

P50 pro+

Watch 3/GT3

MatePad Pro 2

MatePad 2

Freebuds 4 and 4i

Mate 50

Mate 50 pro

Mate 50 Pro+/RS

Freebuds Pro 2

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*