سپورټ کرکټ

کرکت بورډ د ښځینه لوبډلې جوړښت لپاره لوبغاړې په نښه کړې

د افغانستان کرکټ بورډ غړو ویلي، چې د افغانستان ښځينه ملي کرکټ لوبډلې لپاره یې ۲۵ ښځینه شارټ لېست کړي او راتلونکې کې به ترې یوه پیاوړې لوبډله جوړه کړي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دې موخه ۴۰ ښځينه کرکټ لوبغاړې په کابل کې تر روزنې لاندې دي او ځېنو یې په توپوهنه، توپ اچونه، ډګرساتنه او فزیکي تکړښت یا فېټنېس روزنه ترلاسه کړې ده.

یاد کرکټ بورډ ویلي چې له ۲۵ ښځينه لوبغاړو سره به تړون لاسلیک شي او د ملي لوبډلې د جوړولو لپاره به راتلونکو ورځو کې پرېکړه وشي.

د ښځينه کرکټ لوبغاړو لپاره د کرکټ بورډ اړوند کرکټ روزنځایونو یا اکاډمي کې د اکټوبر په ۱۷ مه روزنه ورکول پیل شوه.

دې ۴۰ لوبغاړو کابو شل ورځې روزنه ترلاسه کړې او دا لړۍ به لا روانه وي.

له دې وروسته به د ښځينه وو لپاره کېمپ یا تمرینات هم ترتیب شي او بیا به تکړه لوبغاړې د ملي لوبډلې لپاره ونیول شي.

د ښځينه لوبډلې د رسنیو برخې تنظیموونکی حکمت حسن وایي، چې دوی به د ښځينه وو لپاره لا ډېر تمریناتي کمپونه ترتیب کړي.

د کرکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي د نومبر په ۴ مه د کرکټ بورډ نوي اجرائیه رئیس رحمت الله قریشي ته ویلي وو، چې د ښځينه لوبډلې جوړولو لپاره لاس په کار شي.

د ښځینه کرکټ ټیم پر وړاندې غبرګونونه

که څه هم د نړۍ ډېری مسلمان هېوادونه د کرکټ، فوټبال او نورو لوبو لوبډلې لري؛ خو افغانان بیا د کرکټ لوبډلې له جوړېدو سره چندان جوړ نه دي.

خو بل پلو افغانستان د کراټې، باکسېنګ، ځغاستې، فوټبال، ټېنس، باولېنګ، بایسیکل ځغلولو، غر ختنې او نورې ښځينه لوبډلې لري؛ خو د کرکټ لوبډلې له جوړېدو سره مخالفت ښيي.

ګڼ شمېر افغانانو په دې اړه توند غبرګونونه ښودلي.

خو دا چې د ورزش مینوال او مینوالې زیاتې دي او افغانستان ته اړتیا هم ده، چې باید لوبډلې ولري؛ نو پکار ده، چې افغانستان له دغو ننګونو راووځي او یوه پرمختللې ټولنه ولري.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ