هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

هیرتیک روشن خپلې سترګې خیراتوي

د بالیووډ وتلي ستوري هیرتیک روشن ژمنه کړې، چې خپلې دواړه سترګې به خیراتي ورکوي.

په بالیووډ کې د هیرتیک سترګې له ښایستوو نه هم ښایسته ګڼل کیږي.

د ۴۳ کلن هیرتیک روشن له لوري، دا ژمنه د قابل فلم د خپریدو څخه یواځې یوه اوونۍ وروسته راځي.

قابل د هیرتیک روشن فلم دی، چې نوموړی په کې د یو ړوند نابینا او کمزروي نظر لرونکي کس نقش لوبوي.

باور دادای، چې هیرتیک له قابل فلم څخه وروسته په واقعي ډول د نابینایانو ستونزې او بدبختۍ درک کړې دي.

هیرتیک روشن د قابل فلم د جوړلو لپاره خپل زیات وخت، د نابینایانو سره تیر کړ او د هغوې په درد اوس له بل هر چا ښه پوهیږي.

د یوې څیړنې له مخې د ۲۰۲۰ کال په راتلو سره به په هند کې د هغه نابنیانو چې د سترګو قرینه برخه یې خرابه شوې، شمیر ۱۰.۶ میلونو ته ورسیږي. ددوې د درملنې لپاره ۲۰۰ زره قرینو راټولو ته ضرورت دی. تر اوسه یواځې ۴۵۰۰۰ زره قرینې راټولې شوې دي.

تمه ده چې د هیرتیک روشن له لورې به د سترګو وقف کول، د سترګو د خیرت او وقف کمپاین سره ډیره مرسته وکړي.

هیرتیک روشن د بالیووډ له وتلو او مخکښو اداکارانو څخه دی. هغه د کریش، دووم ۲، بنګ بنګ، او کویی میلګیا فلم لپاره ډیر مشهور دی.

کویی ملګیا فلم په ۲۰۰۳ کال کې خپور شوی، چې هیرتیک روشن پکې په فزیکي لحاظ غټ وي، خو ذهن يې د ماشومانو وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */