Advertisements
خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د هوږې ځانگړې گټې

  • ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

په تېرو وختونو کې ټول پېژندل شوي حکیمان د زیات شمېر ناروغیو لپاره هوږه د درمل په توګه کاروله. اوسني ساینس هم ثابته کړې چې هوږه بې شمېره روغتیایي ګټې لري.

دلته مو د هوږې له ځینو هغو ګټو سره چې روغتیایي ژوند بدلولی شي اشنا کوو:

  •  اوومه هوږه د باکتریا ضد خاصیت لرلو سره د مثانې د ناروغیو مخه نیسي؛
  •  په طبیعي ډول باکتریا لمنځه وړي؛
  •  په هوږې کې شته روغتیایي مرکبات د زړه د حملې مخه نیسي؛
  •  د وینې فشار نورمالوي؛
  • د زړه د له منځه تللو څخه مخنیوی کوي؛
  •  د سږو د سرطان مخه نیسي؛
  • د دماغو د سرطان څخه مخنیوی کوي؛
  • د پروستات د سرطان مخه نیسي؛
  • هوږه د الیسین نومې مواد لري، کوم چې پیاوړي روغتیایي خواص لري؛
  • د ناروغیو په وړاندې مقاومت زیاتوي؛
  •  د زکام پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ جوړوي؛
  • د کولسټرول د زیاتېدو مخه نیسي؛
  • په انسان کې د الزایمر د ناروغۍ میکروبونه وژني؛
  • د عقل د زوال څخه مخنیوی کوي؛
  •  د انسان روغتیایي ستونزې حلولو سره عمر زیاتوي؛
  •  له هوږې څخه جوړ شوي خواړه ورزشي وړتیاوي زیاتوي؛
  •  له بدن څخه پیاوړی او غښتلی زهري مواد خارجوي؛
  • هډوکي غښتلي کوي او له ناروغیو څخه یې مخنیوی کوي؛
  •  د اوسپنې میتابولیزم غښتلي کوي؛
  • د وزن زیاتېدو حجرات کنټرولوي؛
  • د ښایسته او غوره وېښتانو په شنه کېدو کې له اندازې زیاته مرسته کوي؛
  •  د ستونې درد لپاره، د هوږې یوه پله دوه ټوټې کړو او دواره غومبورو کې یې ځای پر ځای کړو. د هوږې د میده کولو هڅه وکړو. په هوږه کې شته مرکبات په ستونې کې شته هغه باکتریاوې چې د ستونې د درد لامل شوی له منځه وړي؛
  •  تازه هوږه خوړل د پوزې په خلاصولو کې ډېره زیاته مرسته کوي؛
  • په هوګې کې شته د سلفر مرکبات د پړسوب مخه نیسي.
Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: