څنګه کولی شو له اندېښنو ځان خلاص کړو؟

داسې ډېر وګړي شته چې وایي، لۀ اندېښنو ځان نشم خلاصولای، تل اندېښمن یم، نور نو تر پوزې راغلی یم او نور… خو نه! داسې نده د نړۍ پۀ کچه داسې هېڅ څۀ نشته چې شوني نۀ وي، ځکه هر څه خپل درملنه لري او د اروایي ستونزو درملنه بیا لۀ درملو ورهاخوا پۀ خبرو او اروا درملنه باندې کیږي.
په نړۍ کې د ناشوني پۀ نوم کوم څۀ شتون نۀ لري د بېلګې پۀ توګه د ځینو انسانانو وزن ډېر وي، لۀ دې حالته ستړی او خسته وي، خو کله یې چې حل لاره پیدا کړي پخپله لۀ دې حالته خوند اخلي او خپل ځان نور هم منظم او برابروي. موږ کولای شو خپلې ډېری چارې شونې او عملي کړو خو دلته زموږ غوښتنه او اراده تر ټولو اړینه ده.
د خپلو بېلابېلو اندېښنو د حلولو لپاره، د خپل ژوند  پر ځینو اړخونو مکث وکړئ لومړی خپل مالومات ډېر کړئ، ځکه که مو مالومات ډېر شي نو پوه به شئ چې زه یو ذیرک او ګټور انسان یم او زما په ځان کې بې ساري ځواک شتون لري چې کولای شم ګټه ورڅخه واخلم، پۀ خپل دننه ذهن کې باید روښنایي خوره کړو تر څو هلته شته مالوماتو ته لاسرسی ومومو او پۀ هکله یې فکر وکړو! کوم څۀ چې زموږ د بدن دننه پۀ بالقوه شکل شتون لري هغه باید پۀ عمل بدل کړو او ګټه ورڅخه واخلو.
هغه انسانان چې اندېښمن او تشویشي وي اصلي ستونزه یې دا وي چې خپل ژوند کې موخه نلري، او همدا موخه نۀ لرل ددې لامل کیږي چې وځورېږي، خواشیني او اندېښمن شي، داسې فکر وکړي چې لۀ موږ څخه څۀ نۀ جوړیږي او پۀ پایله کې بېکاره او بې روزګاره پاتې شي.
بل اړین ټکی اړیکې دي، اړیکې د انساني ژوند مهمه برخه جوړوي نو د خپل ټول ژوند باید و ارزوو چې موږ ددې یوۀ کال پۀ موده کې لۀ چا سره اړیکې جوړې کړي او ددې اړیکو لۀ امله پۀ موږ کې کوم باورونه ځای پر ځای شوي او کوم ډول فکرونه یې زموږ ذهن ته رالېږدولي منفي او کۀ مثبت؟ کۀ منفي ډېر وو نو، د خپلو منفي فکره ملګرو د پرېښودو پۀ لټه کې شئ او کۀ مثبت ډېر وو، نو پر منفي ملګرو مو تمرکز راکم کړې او همداسې ادامه ورکړئ، پۀ دې ملګرو کې هر څوک راتلای شي ښایې د کورنۍ غړي مو وي، ملګري یا هم نور خپلوان.
لۀ خپلوانو او د کورنۍ لۀ غړو سره بیا خپلو اړیکو ته بدلون ورکړئ او ویې رغوئ، ځکه کله کله اړیکې انسان ته اندېښنې جوړوي او ستړی کوي یې.
بل اړین ټکی قضاوت کول دي، تاسو لۀ ځانو قاضيان جوړ کړي دي یاني وایئ چې، زه نشم کولای، لۀ مانه نۀ کیږي او زۀ د نړۍ تر ټولو بد انسان یم! چا ویل چې نشې کولای؟ چا ویل چې تۀ بد انسان یې؟ هېڅکله د خپل ځان پۀ هکله قضاوت مۀ کوئ!
موږ تل خپله وړتیا لۀ دوو زاویو لیدلای شو، یو دا چې نشو کولای، بل دا چې نۀ غواړو ترسره یې کړو! تر کومه ځایه چې مالومات شتون لري اندېښمن او پر ځان قضاوت کوونکي کسان اصلاً  نه غواړي چې تر سره یې کړي، کنه ټول انسانان د حرکت او ترسره کولو وړتیا لري.
کۀ موږ خپله پر خپل ځان یوه څېړنه وکړو نو پوه به شو چې کومه کټګورۍ کې راځو، ځکه غوښتل پۀ دې مانا دي چې کیږي؛ خو د ناوړتیا احساس بیا پۀ دې مانا چې نکیږي! هغه څۀ چې موږ یې انځوروو هغسې نده، بلکې هغه څۀ چې کوو یې همغسې ده.

https://youtu.be/xEbRass2ems

بل اړین ټکی تمه کول دي، ژوند د کېک پۀ شان ندی چې هر څنګه مو زړه وي ټوټه یې کړو او ویې خورو، ژوند مۀ سختوئ، تمې مو راکمې کړئ هرڅوک خپل ژوند بدلولای شي خو پۀ تمو نۀ! پۀ کار سره.

درس: استاد اعظمي

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ




وروستي مطالب