د خپل ۱۳ کلن زوی سره څه ډول چلند وکړو؟

کېدای شي دې ته مو پام شوی وي، چې نوی ځوان او یا ۱۳ کلن زوی مو ډېر بدلون کړی وي، داسې لکه چې زوی مو هغه پخوانی زوی نه وي او يا کوم بل کس د خپل زوی په څېره کې وينئ.

په دې دورې کې اړینه ده چې تاسو خپل چلند ته پام وکړئ، ځکه په دې عمر کې ستاسو ماشوم هغه ډول روزل کېږي څنګه چې تاسو ورسره چلند کوئ، نو ښه ده چې له خپل ماشوم سره ښه او وړ رویه وکړئ تر څو وکولای شئ چې ټولنې ته يو ښه او ګټور انسان ډالۍ کړئ.

په ډېريو کورنيو کې مور او پلار د خپل ماشوم د ناڅاپي بدلونونو له امله حیرانېږي او نه پوهېږي چې د خپل ۱۳ کلن زوی سره څه ډول چلند وکړي او څه ډول د هغه تمې پوره کړي.

که تاسو هم له دغې ډلې کورنۍ څخه ياست چې نه پوهېږئ خپل ۱۳ کلن زوی سره څه ډول چلند وکړئ، اندېښنه مه کوئ! موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو.

لومړی: له هغه سره د خبرو کولو لپاره وخت وټاکئ!

هڅه وکړئ چې د ورځې، اونۍ او يا د میاشتې په اوږدو کې له خپل ۱۳ کلن زوی سره د خبرو کولو لپاره وخت وټاکئ. دا خبرو منو چې يو ۱۳ کلن هلک دا نه خوښوي چې کورنۍ یې له هغه سره د خبرو کولو لپاره وخت وټاکئ او ورته نصیحت وکړئ، خو دا کار د هغه د روزنې لپاره حتمي دی.

که مو د خپل ماشوم خوښې ته ډېر ارزښت ورکوئ، بیا نو هڅه وکړئ چې د خبرو کولو وخت یوازې له تاسو سره وي، هغه ته مه وايئ چې په دغه ټاکلي وخت کې باید له يو بل سره وغږېږو. هڅه وکړئ چې د کار کولو پرمهال، د پياده مزل کولو پرمهال او يا داسې نورو مناسبو وختونو کې هغه ته په مستقیم او يا غیر مستقیم ډول نصیحت وکړئ، تر څو د خپل چاپيريال په اړه ډېر پوه شي او د خپل ژوند په اوږدو کې په اسانۍ سره له ستونزو سره مخ نه شي.

دویم: داسې پوښتنې ورنه مه کوئ چې ځواب یې هو/نه وي!

له خپل ۱۳ کلن زوی څخه د پوښتنې کولو پر مهال له هغه نه لنډې پوښتنې چې ځواب یې هم لنډ وي، د بېلګې په ډول هغه پوښتنې چې ځواب یې هو/ نه وي، مه پوښتئ.

هڅه وکړئ چې خپله پوښتنه په داسې بڼې وپوښتئ چې ماشوم مو دې ته چمتو شي چې تاسو ته اوږد ځواب درکړي. دا کار ځکه ګټور دی چې د هغه د ځواب ورکولو پر مهال تاسو د هغه خبرې اورئ د دې ترڅنګ چې د هغه پرېکړو او پلانونو په اړه پوهېږئ، د هغه د خبرو کولو مهارت لوړېږي او جرأت یې ډېرېږي.

دا ډول نوي ځوانان کولای شي په راتلونکي کې خپلې ستونزې او غوښتنې په ډېرې اسانۍ سره خپلې کورنۍ مور/ پلار ته ووايي.

درېیم: د هغه خبرې په دقت سره واورئ!

کله چې ستاسو ۱۳ کلن زوی خبرې کوي هغه ته غوږ شئ، خپل هر ډول بوختیاوې پرېږدئ او د هغه خبرو ته پام وکړئ، د خبرو په منځ کې د هغه خبرې تاييدوئ تر څو هغه پوه شي چې تاسو ته د هغه خبرې ارزښت لري او تاسو د هغه خبرو ته غوږ یاست.

دا کار د دې لامل کېږي چې ماشوم مو د دې احساس وکړي چې د هغه خبرې ارزښت لري او خپله ستاسو لپاره ارزښتمن دی. دا ډول نوي ځوانان په کورنۍ او ټولنه کې خپل فکر او احساس په اسانۍ سره بیانولای شي.

څلورم: پرېږدئ چې ملګري ولري!

نوي ځوانان خوښوي چې ډېر ملګري ولري او له هغوی سره خپل وخت تېر کړي. تاسو هېڅکله خپل ماشوم له ټولنې او د هغه له ملګرو نه مه بېلوئ، ځکه چې کېدای شي ستاسو له دغه کار سره د هغه روحیه کمزورې شي او له ټولنې نه وېره پيدا کړي.

نوی ځوان زوی مو پرېږدئ چې په ټولنې کې وروزل شي او په ټولنه کې برخه ولري، خو که چېرې په داسې ټولنه کې ژوند کوئ چې ستاسو ماشوم او ستاسو د ماشوم روزنې ته زیان رسولای شي نو تر يوه حده په خپل ماشوم بندیز ولګوئ او په ټولنه کې پر خپل زوی ډېر پام وکړئ.

په پای کې د دې يادونه اړينه ده چې هېڅکله نه باید خپل ۱۳ کلن زوی قید کړو، بلکې هغه ته باید د ژوند کولو طریقه ور وښيو، د ښو او بدو انسانانو ترمنځ توپیر ور وپېژنو او هغه دې ته چمتو کړو چې په راتلونکي کې له موږ نه پرته په سمه توګه په ټولنه کې ژوند وکړي.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ