مارچ 3, 2021

څنګه د ویښتو له توییدو مخنیوی کولی شو؟

ژباړه: نسیمه محمدي
که اوږده او جګ ویښتان ولرو، یا لنډ او نرم، خو چې زموږ ویښتان ښکلې بڼه ولري نو، مونږ هم ښه احساس لرلی شو. مګر کله چې مونږ د ورځې ۱۵۰ تاره ویښته له لاسه ورکوو دا بیا د ډیری میرمنو لپاره د اندیښنې وړ خبره ده. که غواړئ چې له جنجال پرته ښکلی کمڅۍ ولرئ، هغه لارښونې چې مونږ یي تاسې ته وایو ستاسو ویښته به ځلیدونکې وساتي:
۱: ویښته مو غښتلي وساتئ
ښکلي ویښته غښتلي وي. د شامپو ګانو او د hair fall rescue په مرسته د ویښتو له ماتیدو او توېیدو څخه مخنیوی وکړئ. دا توکي، د ویښتو زیانمن تارونه قوي او د ویښتو د نرمښت لامل کيږي.
۲: له نرمو ویښتو سره په نرمۍ چلند وکړئ
لانده ویښته له هر څه زیات زیانمن کیږي، نو له لندو ویښتو څخه باید ډېره ساتنه وشي، که چېرې ویښته په وچونکې ماشین سره وچوۍ دا چاره په نرمۍ ترسره کړئ. د ویښتو د وچونکي ماشین څخه کار اخیستل د ویښتو د توېیدو لامل کېږي. د ویښتو وچونکی ماشین په آرامۍ په ویښتو کيږدئ او فشار ورکړئ. همدارنګه د لندو ویښتو ږمنځولو لپاره له پراخه ږمنځو کار واخلئ.
۳: د ویښتانو بڼې ته مو تغیر ورکړئ
د دې لپاره چې ویښتان مو ګڼ او زیات تر سترګو شي، د ویښتو بڼه ډېره مهمه ده.
۴: سالم غذایی رژیم سالم ویښته
ټول پوهېږو چې غوره غذایی رژیم زمونږ جسمي روغتیا ته ګټور دي، خو آیا پوهېږئ چې ښه خواړه مو په ويښتو هم اغېز کوي؟ د دې لپاره چې د اړتیا وړ مغذي مواد مو ویښتو ته ورسېږي نو د پروتین درلودونکي خواړه لکه، د چرګ غوښه، ماهي او لبنیات مصرف کړئ.
۵: له ویښتو مو د تودوخې او کیمیایي توکو په وړاندې ساتنه وکړئ
د تودوخې په وسیله ویښتو ته شکل ورکول، کیمیایی درملنه او د ویښتو رنګول، ټول د ویښتو تویېدو او زیانمن کیدو لامل ګرځي. نو د دې ډول خطرونو په وړاندې مو ویښته تقویه کړئ. د برقي وسایلو څخه د ګټې اخیستلو په وخت کې مو ویښتان د سیرومونو په وسیله وساتئ. هغه ویښته چې د کیمیاوي توکو له امله زیانمن شوي وي، د ځانګړو محصولات څخه ګټه واخلئ.
۶: د سر د تالاق مساجول وآزمایئ
باور پر دې دې چې د سر د تالاق مساجول د ویښتو په وده کې ښه اغېز لري. د دې تر څنګ دا چاره د عصبي فشارونو، چې د ویښتو تویېدو یو اصلي لامل دې کموي یي. نو دا کړنه تر سره کړئ زیان به ونکړئ.