د کور دننه ککړه هوا څنګه پاکه کړو؟

په معمولي ډول خاورې، ګردونه او دوړې د کور په هغې برخې کې را ټولېږي او په ځمکه لوېږي چې هلته ډېر لږ وخت تېرو يا له هغه ځای سره هغومره کار نه لرو. خو د کور په هغې برخې کې چې موږ ډېر فعالیت کوو خاورې او دوړې په ځمکه نه کېني او هوا ته پورته کېږي.

له کله چې کورونا وایروس خپور شوی دی ډېری وخت په کور کې پاتې کېږو، نو زموږ ورځنۍ چارې د دی لامل کېږي چې خاورې او دوړې هوا ته پورته شي او د کور هوا ککړه شي.

ککړه هوا د انسان روغتیا ته ډېر زیانونه لري او باید د کور د هوا د ککړتیا مخنیوی وشي. په نننۍ لیکنه کې غواړو چې تاسو ته د دې په اړه چې څنګه کولای شو د کور دننه د ککړې هوا مخنیوی وکړو ځينې لارې چارې در ښیو، ملتیا مو وکړئ!

څومره چې په کور کې ډېر پاتې شو د کور د ککړتیا لامل کېږي او څومره چې په کور کې زموږ کړنې او فعاليتونه ډېرېږي په کور کې خاورې او دوړې هم زیاتېږي. د خاورو او دوړو دغه ذرې ډېری وخت په هوا کې پاتې کېږي او کېدای شي له يوې خونې نه بلې خونې ته لاړی شي.

هڅه وکړئ چې په هوا کې خاورې او دوړې بندې کړئ او هڅه وکړئ چې خاورې او دوړې د کور ځمکې ته ښکته کړئ.

برقي جارو یواځینۍ هغه وسیله ده چې د‌ دې لامل کېږي چې د کور دننه هوا کې شته خاورې او دوړې په کور کې ځای پر ځای شي، نو د کور د پاکوالي لپاره تر هر څه وړاندې هڅه وکړئ چې د ټول کور ځمکه په برقي جارو، جارو کړئ.

برقي جارو په پوره توګه د کور خاورې او دوړې له منځه نه وړي خو د کور ټولې خاورې او دوړې د کور ځمکې ته راښکته کوي.

کله مو چې د ټول کور ځمکه برقي جارو کړه، هڅه وکړئ چې یو لوند ټوکر واخلئ او د ټول کور ځمکه ورباندې وموښئ خو پام مو وي چې دغه ټوټه ژر ژر واینځئ، تر څو ټول کور په سمه توګه پاک شي.

وروسته بیا یو بل لوند ټوکر را واخلئ او ټول هغه ځایونه چې خاورې او دوړې ورباندې ناستې دي ورباندې وموښئ. د کور ټول وسایل او ځمکه دومره صافي کړئ چې هېڅ ډول خاورې او دوړې پکې پاتې نه شي.

هڅه وکړئ چې د کور ټول توکي په خپلو ځایونو کې ځای پر ځای کړئ او کور منظم کړئ، دا کار د دې لامل کېږي چې کور منظم شي او تر دې وروسته د کور توکي په لږ کچه خاورې او دوړې جذب کړي او بل ځل کولای شئ په ډېرې اسانۍ سره کور پاک کړئ.

د دې ترڅنګ که چېرې شونتیا یې وي د هوا د پاکوالي او تصفیې له يوې دستګاه څخه ګټه واخلئ. د هوا د تصفیې دستګاه د کور ککړه هوا په لوړه کچه کش کوي او د کور ټولې خاورې او دوړې له منځه وړي.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ